تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
صیغه ودونه او د هغوی ناوړي پايلي
 
  September 15, 2015
  0
لیکوال: پوهندوى مولوي محمد شريف رحماني

اوس مهال ډېره ګرمه موضوع صيغه او يا موقته نكاح ده، ټولي خبري رسنۍ دغه اعلانونه خپروي، او په دې هكله په ډېرو سختو تبليغاتو لاس پوري كوي. له صيغې او موقتي نكاح څخه ډېره بده استفاده شوې، له دغي لاري د ښځينه مقام په سخت توهين لاس پوري كړل سوى، ډېر نا كاره او مفسد خلك د موقتي نكاح تر پردې لاندي د زنا او فحشاوو لپاره لاره پرانيزي. حقيقت دادئ، چي د اسلام  سپېڅلي شريعت په تدريجي توګه نازل شوئ، د عربو په جزيره کي  د اسلام څخه مخکي د بې شمېره ښځو نكاح رواج درلود، د ښځينه وو لپاره هيڅ رنګه حقوقي حيثيت په برخه نه وو، په همدې توګه زنا او موقته نكاح د جاهلي دور سوغاتونه دي. د اسلام د ځلانده لمر په راختلو سره يو څه موده په خپل حال پرېښودل شوه بيا د خيبر په غزا کي يې د تل لپاره د تحريم حكم اعلان كړل  شو ، په سنن ابن ماجه کي يو روايت راغلى دى پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ايهاالناس انى كنت آذنت فى الا ستمتاع الا و ان الله حرمها الٰي يوم القيامة. ژباړه: اې خلكو! په يقيني توګه مي د متعې او يا د موقتي نكاح په هكله اجازه دركړې وه- خبر اوسۍ چي بېشكه الله پاك د قيامت تر ورځي پورې له دې وروسته حرامه ګرځولې ده. البته د مکې د فتح په کال د اوطاس په غزا کي فقط د درو ورځو لپاره متعه حلاله سوې وه او د هغه څخه وروسته د تل لپاره حرامه ګر ځېدلي ده.

 په همدې ډول موقته نكاح د زنا او فحشاوو لپاره لاره خلاصوي د اسلام په سپېڅلي دين کي زنا ډېر لوى جرم او ډېره بده چاره ده. قران عظيم الشان دغه مطلب ته د اشارې په ترڅ کي فرمايې:
وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاء سَبِيلًا. سورت الاسرا- ۳۲
 
 ژباړه : او زنا ته مه نژدې کېږئ بېشكه زنا بې حيا كار اوبده لاره چاره ده. په همدې توګه محمد صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي (لا يزنى الزانى حين يزنى وهو مؤمن. ژباړه : زنا كار په زنا لاس نه پوري كوي كله چي دى زنا كوي په داسې حال کي چي هغه  مؤمن وي. دا ځكه چي زنا د پت او عزت د توئيدلو او د نسبونو د اختلاط وسيله ده. اسلام له دغو ټولو اخلاقي  رزايلو سره د مبارزې اعلان كړئ او ټول  اخلاقي مفاسد يې په بشپړه توګه له منځه  وړي هيڅكله هم موقته نكاح د اسلامي شريعت د قانوني اساساتو څخه نه شمېرل كېږي، موقته نكاح باطله ده او هيڅ قانوني حيثيت نه لري.
 
 د اهل سنت د ټولو امامانو حنفي، شافعي، حنبلي، مالكي او اهل حديث حضراتو په نزد موقته نكاح تر قيامته حرامه ده. قران عظيم الشان په ډاګه دا خبره اعلانوي، چي يو څوك د نكاح كولو وسه ونه لري د هغه ددې ستونزي د حل لاره داده،  چي صبر وكړي او خپل ځان له نورو ناروا لاروچارو څخه وساتي ترڅو پوري ورته الله جل جلاله د نكاح كولو شرايط برابر كړي. قران عظيم الشان دغه مطلب داسي بيانوي:

وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمْ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ...سورت النور- ۳۳
 ژباړه: او ارومرو دي هغه خلك د عفت او سپېڅلتيا هلې ځلې وكړي، چي د نكاح كولو وسه نه لري تر دې پوري چي الله جل جلاله يې له خپل فضل اومال څخه شتمن وګرځوي. نوكه چيري موقته نكاح جايز واى لازمه نه وه چي الله جل جلاله د صبر او انتظار امر كړئ واى  په ډاګه به يې د موقتي نكاح فرمان صادروئ. په همدې توګه په بل ځاى کي داسي ارشاد دئ: 
 
وَمَن لَّمْ يَسْتَطِعْ مِنكُمْ طَوْلًا أَن يَنكِحَ الْمُحْصَنَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ فَمِن مِّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُم مِّن فَتَيَاتِكُمُ الْمُؤْمِنَاتِ وَاللّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِكُمْ بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ فَانكِحُوهُنَّ بِإِذْنِ أَهْلِهِنَّ وَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ مُحْصَنَاتٍ غَيْرَ مُسَافِحَاتٍ وَلاَ مُتَّخِذَاتِ أَخْدَانٍ فَإِذَا أُحْصِنَّ فَإِنْ أَتَيْنَ بِفَاحِشَةٍ فَعَلَيْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَى الْمُحْصَنَاتِ مِنَ الْعَذَابِ ذَلِكَ لِمَنْ خَشِيَ الْعَنَتَ مِنْكُمْ وَأَن تَصْبِرُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ سورت النساء-۲۵

ژباړه : او څوك چي له تا سو څخه د شتمنۍ څښتن نه وي ترڅو اصيلي ښځي په نكاح واخلي نو له هغو وينځو سره دي نكاح وكړي چي ستاسې لاسونه يې څښتنان ګرځېدلي دي، ستاسي له مؤمنو وينځو څخه، الله پاك ستاسې په ايمان پوه دئ ځينې ستاسې له  ځينو نورو څخه دي. تاسي دوئ په نكاح واخلئ د دوئ د څښتنانو په اجازه او دوئ ته ددوئ مهرونه وركړئ په نېكه لاره چاره په داسى حال کي چي دوئ به نكاح كوونكي وي نه زنا كاري اونه د پټو يارانو نيوونکي، نو هر كله چي دوئ په نكاح كړل سي كه چيرته يې په زنا لاس پوري كړ نو پر دوئ باندي به د حد نيمه برخه جاري كېږي كوم چي بشپړ په اصيلو جاري کېده،  دا نكاح د وينځو دهغه چا لپاره ده چي د زنا څخه په پريوتلو کي وېرېږي او كه تاسې صبر وكړى غوره دئ تاسو ته الله جل جلاله  بخښونكى او مهربان دئ.
 
په دغه ايات كريمه کي هم الله عزوجل هغه چاته چي د مادي امكاناتو څخه برخمن نه دي له وينځو سره يې د نكاح حكم كړى او كه چيري له وينځو سره هم د نكاح كولو د وسي خاوند نه وي نو له صبر او تحمل څخه دي كار واخلي، نو كه چيري متعه جايزه واى نو دلته به يې د اسانۍ لاري په عنوانولو سره مطرح كړې واى. 
 
 صيغه د شيعه ګانو له نظره: شيعه ګانو د صيغې او يا د موقتې نكاح په تشويق کي موضوعي (له ځانه جوړشوي) روايات رانقل كړي دي تر دې پوري چي يو څوك پرې عمل ونه كړي نو د سخت عذاب مستحق يې بولي او په همدې توګه يې له اسلام څخه بيرون ګڼي موږ د دوئ يو څو روايات رانقلوو: 

صدوق له امام جعفر څخه دغه روايت نقل كړى دى : ان المتعة ديني و دين ابائي فمن عمل عمل بديننا و من انكرها انكر ديننا واعتقد بغير ديننا. ژباړه: په يقينې توګه متعه زموږ د دين او زموږ د پلرونو د دين برخه ده چا چي پرې عمل وكړنو زموږ پر دين يې عمل وكړ، او چا چي ورڅخه انكار وكړ زموږ د دين څخه يې انكار وكړ، اوله دين پرته عقيده يې خپله كړه. په همدې توګه شيعه ګان په يو بل روايت کي استناد كوي وايي  چي پيغمبرصلی الله علیه وسلم فرمايلې دي:  من تمتع باءمراةِ مؤمنة كاءنما زار كعبة سبعين مرةَ. 

ژباړه: چا چي له يوې ښځي سره صيغه وكړه داسې ده لكه چي  اويا ځله يې د كعبې شريفي زيارت كړئ وي. په همدې توګه يو بل روايت دى: من تمتع امراةَ امن من سخط الجبار.
 
  ژباړه: څوك چي له يوې ښځي سره د صيغې نكاح وكړي د الله جل جلاله له غضب څخه به په امن كړل سي. ايت الله كاشاني پخپل تفسير منهج الصادقين کي د پيغمبرصلی الله علیه وسلم يو روايت نقل كړى دئ : چي يو څوك يو ځل صيغه وكړي د امام حسين رضی الله تعالی عنه مرتبې ته رسېږي او څوك چي دوه ځله صيغه وكړي د امام حسن رضی الله تعالی عنه مرتبې ته او چي څوك يې درې ځله وكړي د على رضی الله تعالی عنه مرتبې ته او څوك چي څلور ځله صيغه وكړي زما يعني د پيغمبرصلی الله علیه وسلم مرتبې ته رسېږي.

ښه فكر وكړئ كه چېري يو پليت انسان په يو ځل صيغه كولو سره دومره لوړي مرتبې حاصلوي او د پيغمبرصلی الله علیه وسلم تر مقام پوري رسېږي، ايا د پيغمبرصلی الله علیه وسلم او امامانو مقام ته رسېدل په دومره پست او ذليل عمل ترلاسه كېداى سي؟؟ په داسې حال کي چي د پيغمبر صلی الله علیه وسلم له اهل بيتو سره هم دوئ صيغه جايز بولي (تهذيب طوسي ج۲/۱۹۳)  شيعه مشر كليني مؤقته نكاح د يو ځل مجامعت ( كوروالي) لپاره هم جا يز بولي، په همدې توګه دوئ باور لري چي د صيغې كړل سوي ښځي لپاره شرط نه ده چي بلوغ تر عمره رسېدلې وي بلکي لس كلنه جينۍ هم د صيغې نكاح كولاى سي د خميني فتوا ده چي د شېدې رو دونکي ماشومي جينۍ صيغه هم جواز لري (تحرير الوسيله ج۲ ۱۲ مسئاله )  حقيقت دادئ چي د موقتي نكاح د ثبوت په هكله روايات ثابت نه دي بلکي د اسلام سر سختو دښمنانو له ځانه جوړ كړي دي ، هيڅ يوه خبره له امامانو څخه ثابته نه ده. 

 ددې روايت توجيه به څنګه كوې چي يو څوك يو ځل هم متعه ونه كړي كافر ګڼل کيږي په داسې حال کي چي يوه امام هم صيغه نكاح نه ده كړې لنډه داچي، صيغه اوياموقته نكاح له شرعي نصوصو سره مخالفت لري، دا ځكه چي دغه كار داسې حيثيت لري لكه چي يو كار الله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم حرام ګرځولى وي او يو څوك يې روا وبولي. د صيغې په هكله د درواغو روايات جوړشوي پيغمبر صلی الله علیه وسلم او سپېڅلو امامانو ته يې نسبت شوى ، په داسې حال کي چي په دغو رواياتو کي د ائمه وو سخت توهين سوى كه په چا کي يوه ذره ايمان هم وي دغسې سپك نسبتونه به هغوۍ ته روا ونه بولي.  په دغو رواياتو کي له مړوښي ښځي سره هم چي مېړه يې لا ژوندى دئ صيغه روا بلل سوې چي دغه كار په بشپړه توګه له قران كريم سره ټكر او همدغه كار د كورني نظام ړنګولو لپاره كفايت كوي په داسې حال کي چي كورنى نظام د ټولني اساس او ريښه تشكيلوي. 

د صيغې په صورت کي هيڅ نارينه نه سي كولاى چي په خپلي مېرمني ډاډه و اوسي دا ځكه چي هر وخت كېداى سي له بل سړي سره يې صيغه كړې وي ، دا دومره لوى جنايت او ستره بې ديني ده چي د نسب لړۍ پاى ته رسوي په داسې حال کي چي اسلامي شريعت په كلكه توگه د نسلونو تحفظ غواړي، پلرونه او د كورنۍ نور غړي هم نه سي كولاى چي پر خپلو لوڼو ډاډه واوسيږي كېداى سي هغوئ د خپلي كورنۍ د خوښۍ څخه پرته له يو چا سره صيغه وكړي، ډېر ځله به پلار متوجه كېږي چي لور يې بې له واده څخه حامله سوې وي ، نه پوهيږي چي له چا څخه يې حمل اخيستئ؟ دومره پوهېږي چي له يو سړي څخه حامله سوې او هغه په خپله مخه تللئ دا ځكه چي په داسې حالت سره مسؤليت نه احساسوي. د صيغې نكاح نه ګواه لري او نه اعلان او نه د سرپرست خوښه په همدې توګه صيغه كړل سوې ښځه له خپل مېړه څخه ميراث هم نه سي وړلاى.

مأخذ: تعليم الاسلام مجله- ۵ ګڼه
 

 

سرته