تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
که چا لمونځ پرېښودى
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 24, 2022
  0

رالېږونکی: ګل احمد فیضي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

٣- عن معاذ بن جبل  رضي الله عنه  قال اوصاني رسول الله  صلی الله عليه وسلم  بعشر کلمات قال لا تشرک باالله شيئا وان قتلت او حرقت ولا تعقن والديک وان امراک ان تخرج من اهلک ومالک ولا تترکن صلوة مکتوبة متعمدا فان من ترک صلوة مکتوبة فقد برئت منه ذمة الله ولا تشربن خمرا فانه رَاْس کل فاحشة و اياک و المعصية فان باالمعصية حل سخط الله واياک و الفرار من الزحف وان هلک الناس وان اصاب الناس موت فاثبت وانفق علي اهلک من طولک ولا ترفع عنهم عصاک ادبا و اخفهم في الله (۳۳).

ژباړه :  د معاذ بن جبل  رضي الله عنه  څخه روايت دئ، چي ماته نبي  صلی الله عليه وسلم  د لسو شيانو وصيت وکړ : ١- د الله  جل جلاله  سره شريک په هيڅ شي سره مه نيسه که څه هم وژل کېږې او يا سوځل کېږې، ٢- مور او پلار مه زهيروه که څه هم  د کور او مال څخه  د وتلو امر درته وکړي،

٣- فرض لمونځ په قصد سره مه پرېږده ځکه که څوک فرض لمونځ په قصده سره  پرېږدي د الله جل جلاله د ذمې څخه ووتى، ٤- شراب مه څښه ځکه شراب څښل د هر بې حيا کار سرچينه ده، ٥- ګناه مه کوه ځکه په ګناه کي د الله  جل جلاله  ناراضي ده، ٦- د جهاد په ډګر کي تېښته مه کوه که څه هم  هلاکېږې، ٧- که و خلګو ته مرګ رسېږي (لکه وبا، طاعون  او داسي نور) نو ته مه تښته ټينګ ودرېږه، ٨- د خپلي شتمنۍ څخه پر خپل کور پراخي  کوه، ٩- د خپلي کورنۍ څخه د ادب لکړه مه پورته کوه، ١٠- خپله کورنۍ د الله  جل جلاله  څخه ووېروه.

فايده: د لکړي څخه د نه ليري کولو مطلب دا دئ: چي هغوې بي پروا سي چي پلار و مور ته پروا نه لري او دا وايي چي پلار مو اګاهي نه راکوي څه چي زموږ خوښه  وي هغه  به کوو  بلکي د شريعت  په چوکاټ کي د هغوى کله کله وهل په کار دي ځکه چي زيات اولادونه د وهلو پرته نه سمېږي.
 
په اوس وخت کي خلګ اول د خپلو  اولادو  سره ډېره زياته مينه کوي کله چي په بدو عادتونو کي پاخه سي بيا ژاړي او حال دا چي د اولاد سره داسي محبت دښمني ده بلکي دوستي دا ده چي د بدو خبرو څخه يې منع کړي او دا د محبت پريکول ونه بلل سي چي په وهلو سره ښه اخلاق ور زده کړل سي. هوښيار سړى داسي کوي چي کله پر زوى باندي يې داني راوخيژي  نو د دې لپاره چي زياتي  نه سي زوى ته نشتر ورلګوي اپرېشن ورکوي که څه هم خوابدی کېږي، خوږېږي او تښتي بيا يې هم نه پرېږدي. په ډيرو حديثو کي دا مضمون راغلى دئ چي اولاد به د اوو کالو په عمر پر لمانځه باندي امر کوئ او د لسو کالو  په عمر که لمونځ ونه کړي سزا ورکوئ. 
 
حضرت عبد الله بن مسعود  رضي الله عنه  فرمايي: د ماشومانو پر لمانځه فکر کوئ او ښې خبري کول يې عادت ورجوړ کړئ. د حضرت لقمان حکيم رحمة الله علیه  وينا ده چي د ماشوم لپاره  د پلار وهل  داسي دي لکه د کښت لپاره اوبه (۳۴).
 
 نبي عليه السلام  فرمايي: څوک چي خپل اولاد ته ادب وښيي تر يوې کاسې خيرات غوره دئ يوه کاسه تقريباً درې نيم کيلو کېږي. په يو حديث کي راغلي دي چي پر هغه چا دي الله  جل جلاله  رحمت وکړي چي د خپلي کورنۍ د ادب لپاره  يې لښته راځړولې وي. په يو حديث کي راغلي دي چي پلار و خپل زوى ته تر دې ښه ورکړه نه سي کولاى چي د ښې لاري زده کړه ورکړي (۳۵). 
 
ماخذ: فضايل اعمال، کندهارۍ پښتو
 
(۳۳) رواه احمد والطبراني في الکبير 
(۳۴) درالمنثور.
(۳۵) جامع الصغير.
 
 
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته