تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
وکالت او وصيت
 
  January 25, 2012
  0

د وکالت ، وصيت او وصي ټاکني د تړونو د ايجاب او قبول د پاره د مجلس يووالي شرط نه دي .
لهذا څوک چي چا ته د يو کار وکالت ورکوي يا يې پس له مرګه د خپل وړو او کوچنيو اولادنو د پاره وصي او سرپرست ټاکي ، يا د خپل مال د  دريمي يا تر دريمي څخه په لږ مقدار کي وصيت ورته کوي دا هم ټول تړونونه دي ، هغه بل چي يي قبول وکړي بيا مُنْعَقِد کيږي .

خو د دغو درو تړونو د قبول د پاره د ايجاب مجلس شرط  نه دى . ځکه په وصيت کي د مُجِيْب د مرګ وروسته قبول معتبر دى ، هغه هم پداسي حالت کي چي مُجِيْب د خپل وصيت څخه رجوع کړې نه وي . وصي هم د وصي ټاکونکي تر مرګ وروسته وصي ګرځي ، نو ځکه د هغه د مرګ وروسته يې قبول هم صحيح کيږي .

وکالت هم غائب ته ورکول کېدلاى سي او هم حاضر ته ورکول کېدلاى سي .
که حاضر نفر ته وکالت ورکړل سي ، هغه په جواب کي هيڅ و نه وايي او تر مجلس وروسته هغه کار وکړي همدا کړنه يې د مخکني ايجاب قبول بلل کيږي .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته