تازه سرليکونه
د (ورځنى حديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ځينو ګناهونو دنيوي زيانونه
 
  January 16, 2012
  0

حضرت ابن عباس رضي الله عنهما وايي: پر هر قوم او ملت کي چي د غنيمت په مالونو کي خيانت را څرګند سوی دی د هغه ملت او قوم په زړونو کي الله پاک د دښمن بېره اچولې ده (هغه قوم بزدله سي او د دښمن سره مقابله نه سي کولای)، او په هر قوم کي چي زنا خپره سي نو په دغه قوم کي مرګونه زياتيږي (مریضۍ زياتيږي)، او هر قوم چي تول او پيامنه پوره نه ورکوي (د بل حق پوره نه ورکوي) نو پر دغه قوم د رزق کمي راځي، او هر قوم چي په ناحقه پريکړي او فيصلې کوي په هغو کي وينه تويول (خپل منځي جنګونه) زياتيږي او هر قوم چي وعده ماتوي نو پر هغوی دښمن مسلط کيږي. رواه مالک

سرته