تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلام مو د سپکوالي ژغوري
 
  December 28, 2011
  0

 

 طبعي خبره ده چي په انسان کي دعزت خوښونه په فطرتي ډول سته ، هر انسان هڅه  کوي چي ډول نه يو ډول عزت تر ګوتو کړي څو په ټولنه کي سرلوړى ، پتمن او عزتمن کس وپېژندل سي، خو يوې خبري دمعما بڼه ځانته غوره کړې ده هغه داچي دعزت معيار څه شي دئ؟ ايا عزت دهغه لارو چارو په عملي کولو کي دئ کوم چي اسلام ښودلي دئ؟ او که دهغه تګ لارو په عملي کولو کي دئ کوم چي په معاصر وخت کي يې غرب او اروپا يې ښيي؟ حقيقت چي اسلام کومي لارښووني کړي دي دهغو په عملي کولو کي يقينا عزت نغښتى دئ او دعزت معيار هم دغه دئ.

 ځکه ديوې خوا افغان ولس په تاريخ کي خپله مذهب پالنه نړۍ ته ښودلې ده نو تر ټولو پر خپل اسلامي دين باندي هم پياوړې عقيده لري ، حتما دا پرېکړه کوي چي د اسلامي لارښودونو په عمليت کي عزت نغښتى دئ، بله خبره لا داده چي د اسلام لارښووني شاوخوا څوارلس پېړۍ پر يوه معيار باندي را رواني دي او د اسلام پرته نوري ټولي تګ لاري په هره پېړۍ کي نوي بڼي ځانته غوره کړي دي دا خپله د اسلام پر معياريت او د نورو پر نه معيار باندي څرګند ثبوت دئ، په تاسف سره بايد ووايي چي نن زموږ د افغاني غيور ولس يوې برخي خپل ملي ، مذهبي او فرهنګي شحامت تر پښو لاندي کړى دئ د هغو خلګو تقليد يې د ځان لپاره ښايست بللى دئ چي هغوى تل بې عزته پاته سوي دي موږ وينو د ژوند په هره زاويه کي د پرديو پېښې کيږي، زما په آند په دې ټولو کي ستره ضايعه داده چي زموږ په متدين ښار کي نوي ځوانان په خپلو تليفونو کي د پرديو لوڅ عکسونه ، فلمونه او فحشاء ګوري چي افغانيت او غيرت دومره کرکه ځني کوي لکه اور چي د اوبو څخه کرکه کوي ، ځيني خو لا داسي هم دي چي په ځينو ودونو کي په تليفونو د کورنيو ښځو عکاسي کيږي او بيا د يوه او بل ذريعه په نورو نامحرمو تليفونو کي وېشل کيږي ، هغه پتمني با شحامته متدينو افغانانو مېرمنو ته نن نامحرمه خلګ ګوري چي يو  وخت به يې د نړۍ په بيه د خپلي ښکلا د ليد اجازه چاته نه ورکول، نن هغه ګران بيه افغاناني دومره ارزانه سوې چي په بازار کي يې هر څوک څېرو ته ګوري ، ايا دې ته افغانيت وايي؟ ايا داغيرت دئ چي عزتمه پښتنه دي په پردي لباس کي نامحرمه کس  وګوري؟ ايا دغيرت دئ چي دهغه سپېڅلي افغان بچي دي نن نورو فاحشو او لوځو مينځيانو ته وګوري چي يو وخت به يې خپل عفت د نړۍ په بيه دلاسه نه ورکاوه ، ايا دا افغانيت دئ؟

ګرانو ځوانانو ! همت څاکونه پورته کړئ ، افغانيت دلاسه مه ورکوئ، خپل مذهب ته سپکاوى مه کوئ، دپلرونو پر عفت باندي داغ مه لګوئ، دخپلو مېړنيو نيکونو لپاره پېغور مه جوړېږئ، خپل فرهنګ راژوندى کړئ ، دپرديو فحشاوو ښځو عکسونه دکورنو ، کمپيوټرانو او تليفونو څخه وباسئ، بت پرستي پېږدئ، عکسونه اخستل ، په لباس او څېره کي دنورو تقليد پرېږدئ، غيرت وکړئ ، دبې ننګو دډلي څخه ځانونه وباسئ، څومره بدي پايلي چي عکسونه لري ، هرډول چي وي فاحش او لوڅ خو لاپرېږده ــ ټوله قلم بيخي ليکلاى نه سي ، دنمونې په ډول به زموږ دستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ځيني ويناوي رانقل کړو چي دعکس يا انځور اخستلو دتعذيب په اړه يې فرمايلي دي:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:  دقيامت په ورځ داور يوه خاصه غاړه ده چي دوې سترګي لري په دغه سترګو باندي ليدل کوي ، دوه غوږونه لري په دغه غوږو باندي اورېدل کوي، يوه ژبه لري په دغه ژبه باندي ويل کوي او وايي: زه پر درو کسانو باندي مسلط يم:

١ : ظالم کبرجن .
٢ : هغه څوک چي د الله جل جلاله پرته د بل چا عبادت کوي.
٣ : هغه څوک چي تصويرونه او عکسونه جوړوي.(ترمذي باب ما جاء في صفة النار)

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: دالله جل جلاله په نزد تر ټولو سخته سزا دهغه کس ده چي تصوير جوړونکى وي.(متفق عليه)


الله جل جلاله فرمايى : هغه كسان چې الله جل جلاله او د هغه رسول جل جلاله ( په عكس يا مجسمه جوړولو سره) زهيروي پر دوى باندى د الله جل جلاله لعنت دئ په دنيا او آخرة كي او ددوى لپاره شرمونكى عذاب برابرسوى دئ . (سورة الاحزاب الاية  ۵۷)

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايى : هغه كسان چي تصويرونه جوړوي د قيامت په ورځ به عذاب وركول كيږي اوورته به وويل سى : هغه تصويرونه ژوندي كړئ چې تاسو په دنيا كي جوړول .(متفق عليه)

بي بي عايشة رضي الله عنها فرمايى : يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د سفر څخه راغلى ما پردېواله باندي يوه پرده ځړولې وه چي عكسونه پكښې وه هر كله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وليده په رنګ كې يې تغير پيداسو او وې ويل اې عايشې ! د قيامت په ورځ دهغه كسانو لپاره سخت عذاب دئ چي د الله جل جلاله د مخلوق سره مشابه شيان جوړوى (يعنى عكسونه يا تصويرونه جوړوى) بي بي عايشة رضي الله عنها وايى چي ما هغه پرده وشكوله او دوه بالښتان مى ځنى جوړكړل. (متفق عليه)

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايى : هر تصوير جوړونكى به په دوزخ كي وى.(کتاب الکبائر ص : ٢٠٨)
رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايى: څوك كه په دنيا كې يو صورت جوړكړي د قيامت په ورځ به مجبور كړل سى چي نفس هم وركړي او نفس وركول به ده ته د ابد لپاره ممكن نوي.(متفق عليه)

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايى : هغه كورته ملائكه نه داخليږي چې سپى يا عكس پكښي وي.(متفق عليه)

په مذهبي مېنه او درنښت

 

 

ليکوال: مولوي عبدالهادي حماد

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته