تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شیخ الحدیث مولانا عبدالحق رحمه الله ژوند لیک
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 13, 2020
  0

 

د شیخ الحدیث مولانا عبدالحق رحمه الله ژوند لیک


ژباړن: عبدالرحيم راشد


زېږېدنه:  
قائد شریعت ، محدث کبیر، عارف بالله حضرت مولانا عبدالحق اکوړوي د مولانا معروف ګل زوی، د الحاج میر  آفتاب لمسی ، په ۱۳۳۰هـ ق،  چي د ۱۹۱۲م . کال سره سمون خوري ، د خیبر پښتونخوا د نوشهرې ضلعي  په اکوړه خټک سیمه کي دې نړۍ ته سترګي وغړولې.


اکوړه خټک : 
خټک پښتو کلمه ده، هغو کسانو ته ویل کیږي، چي لوړه ځمکه یې د استوګني لپاره غوره کړي وي او څرنګه چي اکوړه د هغې قبیلې سردار وو او خټک یې آباد کړ، نو دا سیمه په «اکوړه خټک » سره مشهوره وګرځېده. دغه سیمه د لُندن(کابل)  سیند په لوېدیځ کي پرته ده.


زده کړه:
څه وخت چي څلور کلنۍ ته ورسېدی، اذان ویل یې زده کړ او د قرآنکریم ناظره یې په کور کي له خپلي مور څخه ولوسته ، کله چي یې د عمر شپږم پسرلي تېر سو،  په لمونځ کولو یې پيل وکړ او د ساتېري سره یې هیڅ شوق او مینه نه درلوده. د قرآنکریم د ختمولو وروسته د ابتدايي کتابونو د زده کړي لپاره په اکوړه خټک کي مولانا عبدالقادر ته ورغی ، بیا یې وروسته پنج ګنج ، ګلستان، بوستان او نور کتابونه له حضرت مولانا سید عبدالرحیم سره ولوستل.


 په اته ( ۸ ) کلنۍ کي د صرف او نحو د زده کړي لپاره «کیمل پور» ته لاړی ، بیا د هغه ځای څخه مردان ، ایاز، ګرهي ، ګوجر ګرهي او نور ځایونو ته سفرونه وکړه او د عربي ابتدايي کتابونه یې هلته ولوستل، هغه مهال یې د «طورو» په دیني مدرسې کي نوم لیکنه وکړه او د یو څه وخت وروسته «شاه منصور» ته ولاړی او د حضرت مولانا عبدالرزاق څخه یې فیض او علم حاصل کړ، کافیه ، شرح جامي او نور کتابونه یې د اټک له ماهرو استادانو څخه حاصل کړه او د سرحد او پنجاب له علماوو څخه یې هم استفاده وکړه ، وروسته بیا میرټه او ډهلي ته لاړی او د هغه ځای څخه ګلوتهي او بالاخره کلکتې ته لاړی او په هغه ځای کي یې ځیني کتابونه له مولانا مشتاق حسن رحمه الله سره ولوستل، بیا وروسته امروهې ته لاړی، نور الانوار او میر زاهد یې هلته ولوستل.


د ۱۳۴۷هـ.ق د شوال په ۱۳مه یې په دارالعلوم دیوبندکي نوم لیکنه وکړه او په ۱۳۵۲هـ.ق کال کي له هغي لويي اسلامي مدرسې څخه فارغ التحصیل سو او حضرت قاري محمد طیب ، حضرت مولانا حسین احمد مدني، حضرت مولانا اعزاز علي، حضرت مولانا اصغر حسین، حضرت مولانا عبدالسمیع دیوبندي، حضرت مولانا غلام رسول خان او حضرت مولانا مفتي محمد شفیع رحمهم الله د ده د فراغت په سند لاسلیکونه وکړه، د هغه وروسته په دارالعلوم کي په تدریس مشغول سو. 


 د دارالعلوم دیوبند د طلباوو قرباني:
حضرت مولانا رحمه الله وايي: یو  طالب العلم په  دار العلوم کي شپږ میاشتي زما د خوراک انتظام په غاړه واخیست، الله تعالی  دي هغه ته د خیر بدله ورکړي، هغه وخت نوي طلباء چي د نوم لیکني لپاره دار العلوم ته تلل، مدرسې د هغوی نوم لیکنه کول ، مګر که چیري یې شمېر زیات سوی وای، هغوی ته یې خواړه نه ورکول، نو قدیمو طلباوو به له خپلي برخي څخه هغوی ته خواړه ورکول، زما همداسي حالت وو هغه طالب العلم خپل خواړه ماته راکول او خپله یې نه خوړل او ویل یې: زما د خوړو انتظام بل ځای نیول سوی دی، مګر د شپږ میاشتو وروسته  زه متوجه سوم، چي هغه دا ټول وخت روژه نیول او خپل خواړه یې ماته راکول، هغه مهال مي وویل: دا مناسب کار نه وو، تاسو پر لوږه وخت تېراوه او خپل خواړه مو ماته راکول؟ 

په ځواب کي یې راته وویل: د مسلمانانو خوی همداسي دی، چي «یؤثِرُونَ عَلَی َُنْفُسِهِمْ وَلَوْ کانَ بِهِمْ خَصاصَةٌ» یعني نورو ته پر خپلو ځانونو ترجیح ورکوي، که څه هم پخپله اړمن وي. 

په هغه وخت کي د دار العلوم طلباء د یو بل غم خوړونکي وه او هر یوه به کوښښ کاوه، چي یو بل ته ګټه  ورسوي او ټولو کوښښ کاوه چي په قربانۍ کي یو له بل څخه وړاندي والی وکړي.

 


شپږ میاشتي تنخوا نه ورکول:
کوم وخت چي حضرت مولانا په دار العلوم کي تدریس کاوه، د روپو د نه شتون له امله شپږ میاشتي د استادانو تنخوا ورنه کړل سوه، مګر ده او نورو استادانو وویل: که چیري بلکل موږ ته تنخوا ونه رسیږي ، بیا به هم خپل تدریس ته ادامه ورکوو.


قناعت: 
وايي: « کله چي مي غوښتل چي لومړي ځل لپاره په دار العلوم  دیوبند کي نوم لیکنه وکړم، د طلباوو شمېر دومره زیات وو، چی ونه توانېدل ماته ځای راکړي، له دې امله «میرت» ته ولاړم هغوی راته وویل: په دې شرط دې منو، چي وکړای سې په ټوله شپه او ورځ کي په یو وخت خوراک اکتفا وکړې. بنده ومنل او په هغه کال کي په دغه حال کي  د هغه ځای له استادانو څخه استفاده وکړه. 


مولانا عبدالحق بالاکوټي رحمه الله وايي: ما په دار العلوم دیوبند کي درس وایه او خوښ مي ګڼل، چي د خپلو استادانو جامې ووینځم، څو ځلي مي د حضرت مولانا عبدالحق  رحمه الله څخه د دې خدمت د ترسره کولو غوښتنه وکړه، مګر ونه توانېدم، یوه ورځ په خپل اطاق کي په مطالعې مصروف وو، ورته ومي ویل: خپلي جامې راکړئ، چي ویې وینځم  او په دې اړوند مي ډېر ټینګار وکړ، هغه مهال  هغه څادر د پرتوګ په ځای وتړه او د کمیس په ځای یې چپنه واغوستل او جامې یې وماته راکړې، ورته ومي ویل: « ښاغلی مولانا صاحب! آیا تاسو نوري جامې نه لرئ؟»
راته وې ویل: یوه جوړه جامې کافي دي. د هغه  دې زهد او قناعت  ته په تعجب کي سوم.


تدریس: 
حضرت مولانا عبدالرشید ارشد وايي: «شیخ الحدیث حضرت مولانا عبدالحق رحمه الله په دار العلوم دیوبند کي زموږ د طحاوي استاد وو، ده هغه کتاب په داسي توګه تدریس کاوه، چي شاید په هغه وخت کي هیڅ استاد په هغه توګه نه وي تدریس کړی، تفهیم یې ډېر  په زړه پوري او وینا  یې روانه وه.»


 استادان:
 داسي یې له مطالعې سره مینه او لېوالتیا وه، چي د اطاق څخه تر ټولګی پوري بل ځای به نه تلی، حتی د مازدیګر لمانځه وروسته چي نورو ملګرو به  یو له بل سره مجلس کاوه، ده به کتاب را واخیست او په یوه ګوښه کي به یې مطالعه کول.
 وايي: « بخاري او مسلم مي د شیخ الحدیث حجة الاسلام والمسلمین ، علامة الدهر، حضرت مولانا سید حسین احمد مدني سره ولوستل، ابو داود مي له قطب زمان مولانا اصغر حسین، متنبي او حماسه له شیخ الفقه والادب مولانا اعزاز علي رحمهم الله او نور کتابونه مي د هغه ځای له تکړه استادانو سره لوستلي دي.»
وايي: « د تقوا، شجاعت، تواضع، خاکسارۍ، شکسته نفسۍ، علم او پوهي کوم غوره صفات چي په حضرت مولانا حسین احمد مدني رحمه الله کي موجود وه، له نورو سره مي نه دي موندلي.»


یو ځل په سفر تللی وو، له پنځه لس (۱۵ ) ورځو وروسته راغی، کله چي د موټر څخه کښته سو، سمدلاسه دار الحدیث ته یې تشریف راوړ او په تدریس یې پیل وکړ. د اوداسه د ماتونکو بحث وو، ویې ویل: « په دې اړه  اته(۸) مذهبونه دي، بیا یې هر مذهب له دلائلو سره په پوره تفصیل تشریح کړ. موږ ټول شاګردان د هغه  غوچ علم  او د حافظې قوت  ته په تعجب کي سولو.
څه مهال چي حضرت شیخ الهند مولانا محمود الحسن رحمه الله  په «مالټا » کي بندي وو، حضرت مولانا حسین احمد مدني رحمه الله د هغه سره ملګری وو، کله چي د روژې میاشت راورسېده، حضرت شیخ الهند وویل:« کاشکي سږ کال په تراویح کي د قرآنکریم د تلاوت له اورېدلو څخه محروم نه سم؟» هغه وخت حضرت مولانا حسین احمد مدني رحمه الله د قرآنکریم یادولو ټینګ هوډ وکړ او هره ورځ یې یوه پاره او یو پاو(ربع) پیاداوه او د شپې به یې په تراویح کي لوسته، تر هغه چي یې ټول قرآنکریم یاد او ختم کړ. 


نکاح : 
 د ده د نکاح تړون په ۱۹۳۵ م.  کال، د « جهانګیرې» سیمه کي د مولانا عبدالغفار له لور سره په ډېري ساده ګۍ او د نبوي سنتو مطابق وتړل سوه او د واده په پروګرام  کي یې زیاتو علماء کرامو بیانونه وکړه.


اکوړه خټک ته د حضرت مدني رحمه الله راتګ:
حضرت مولانا عبدالحق رحمه الله په ۱۹۳۷م. کال یوه دیني مدرسه د تعلیم القرآن په نوم جوړه کړه او حضرت مولانا حسین احمد مدني رحمه الله د ۱۹۳۸ م. کال د مئ په نهمه( ۹) اکوړه خټک ته تشریف راوړ او د هغي مدرسې د پرمختګ او ترقۍ لپاره یې دعاء وکړه او څو کلمې یې په لاندي توګه د یادګار لپاره ولیکل: 

« دا د خوښۍ او سعادت باعث دی، چي وتوانېدم په ۱۳۵۷ هـ ق کال د ربیع الاول په میاشت کي چي د ۱۹۳۸ م. کال د مئ له نهمي( ۹)نېټې سره سمون خوري، دې دیني مدرسې ته حاضر سوم، که څه  هم تر اوسه یې د افتتاح څخه یو کال نه پوره کیږي ، خو الحمد لله زیات طلباء په دې اداره کي لیدل کیږي او د استادانو قرباني او ایثار هم د ډاډ او خوښۍ وړ دی، ان شاء الله دا دیني مدرسه به په راتلونکي وخت کي ډېر زیات پرمختګ وکړي، د اکوړه خټک له اوسېدونکو څخه غواړم، چي خپل هر ډول همکاري او مرستي له دې مدرسې سره وکړي، هیله ده چي دا مدرسه ددې سیمي د ټولو اوسېدونکو د دین او دنیا ذخیره وګرځي. د دې سیمي د اوسېدونکو څخه غوښتنه کیږي، چي خپل ماشومان د زده کړي لپاره دې دیني مدرسې ته ولېږي. »


دار العلوم حقانیه :
 دار العلوم حقانیه لومړی د مدرسې په توګه د حضرت مولانا معروف ګل د حضرت مولانا عبدالحق رحمه الله د پلار تر سرپرستۍ لاندي وه. هغه په پيل کي د مدرسې مصارف له خپل جېب څخه ورکول، مګر کله چي حضرت مولانا عبدالحق رحمه الله هغه کار ته دوام ورکړ،  طلباء له هر لوري څخه راتلل او د مرستي د جمع کولو لپاره نه سفیر وو او نه یې خپله د چا څخه د شي غوښتنه کول، بلکي څه چي به ورته راتله، په هغه  به یې قناعت کاوه او مېرمني یې د طلباوو د پخلي خدمت د الله تعالی د رضاء لپاره په غاړه اخیستی وو. هغه لومړی ځل د «ککي زئ » په مسجد کي تدریس پيل کړ، کله چي طلباء زیات سول ، کور یې په کرایه ونیوی او طلباء پکښې اوسېدل، بالاخره د افغانستان او د پاکستان له بیلابېلو ښارونو څخه طلباء هلته راتلل او شمېر  یې زیات سو، هغه مهال خلکو ځمکه او روپۍ د حضرت مولانا رحمه الله په اختیار کي ورکړه او هغه هم داسي ودانۍ جوړه کړه، چي اوس هم ټول درسي کتابونه، د قرآنکریم ناظره او حفظ په هغه ځای کي تدریس کیږي، دار الافتاء او د تألیف او تصنیف څانګه هم پکښې فعاله ده، د «الحق » او «ندائ حق » میاشتنۍ مجلې هم خپرېږي، ډېر لوی کتابتون هم لري او ښځینه څانګه هم د بې بې هاجرې په کار مشغوله ده. 


 شاګردان :
 حضرت مولانا رحمه الله  ډېر زیات شاګردان لري، ځیني حافظان، بعضي قاریان، یو شمېر مفتیان، یو جماعت مبلغین، یوه ټولۍ مجاهدین او یوه ټولګه بیا خطیبان او ویناوال دي او په اسلامي نړۍ کي په کار لګیا دي. د هغوی څخه ځيني یې عبارت دی له : 

شیخ الحدیث حضرت سید حامد، 

حضرت مولانا عبیدالله انور، 

مفتي احمد الرحمن، 

مولانا فضل الرحمن، 

مولانا شهید سمیع الحق (د جامعه دار العلوم حقانیې مخکنی مهتمم)، 

مولانا حافظ انوار الحق(د دار العلوم حقانیې اکوړه خټک اوسنی مهتمم)، 

مولانا عبدالقیوم حقاني(د جامعه ابوهریره نوشهرې مهتمم)، 

ډاکټر رشید احمد جالندهري، 

د بلوچستان وزیر خزانه  مولانا عصمت الله، 

د اسلام اباد پوهتنون رئیس مولانا ډاکټر ضیاء الحق، 

د دار العلوم دیوبند مهتمم مولانا مرغوب الرحمن، 

د جمعیت علماء هند رئیس مولانا سید اسعد مدني 

او د الفرقان لکهنو مدیر مولانا عتیق الرحمن رحمهم الله.  


دار العلوم حقانیه د علماوو او سیاسي رهبرانو له نظره: 
 حضرت مولانا عبدالحق رحمه الله  پنځه څلوېښت (۴۵) کاله  په دار العلوم حقانیه کي د حدیثو تدریس وکړ، د ده د ځانګړي عشق او میني له امله چي د حدیثو سره یې درلود، علماوو، صلحاوو، طلباوو او عوامو خلکو ده  ته د شیخ الحدیث لقب ورکړ او بالاخره یې شیخ الحدیث د نوم برخه وګرځېده، د هغه د مخلصانه خدمتونو په اثر، دار العلوم حقانیه داسي پرمختګ وکړ، چي مشهورو علماوو، داخلي او بهرني سیاسي شخصیتونو د ده د ملاقات او د دار العلوم د لیدني لپاره راتلل ، لاندي کسان د هغو له جملې څخه دي، چي هلته یې تګ او راتګ درلود: 


 حضرت مولانا حسین احمد مدني،

د تبلیغي جماعت امیر حضرت مولانا محمد یوسف، 

حضرت مولانا سعید احمد،

حضرت مولانا قاري محمد طیب قاسمي،

حضرت مولانا سید ابوالحسن ندوي،

الشیخ عبدالله الزاید،

د مصر د ازهر پوهنتون څخه شیخ محمد الطیب النجار،

له مکې مکرمې څخه الشیخ محمد محمود الصوان،

د الجزائر څخه الشیخ محمد بشیر الابراهیمي،

د یمن مخکنی وزیر الشیخ عبدالمجید الزنداني،

له چین څخه مولانا صالح بن عادل ،

حضرت مولانا اسعد مدني،

حضرت مولانا عزیز ګل،

حضرت مولانا احمد علي لاهوري،

حضرت مولانا نصیر الدین، 

حضرت مولانا عطاء الله شاه بخاري،

حضرت مولانا مفتي محمد شفیع ،

حضرت مولانا عبدالله درخواستي،

مولانا مفتي محمود،

مولانا غلام غوث هزاروي،

حضرت مولانا مفتي محمد حسن،

حضرت مولانا ادریس کاندهلوي،

مولانا شمس الحق افغاني،

قاضي احسان احمد شجاع ابادي،

مولانا احتشام الحق تهانوي،

مولانا خیر محمد جالندهري،

مولانا غلام الله خان،

حضرت  قاضي زاهد الحسیني،

مولانا نور الحسن بخاري،

مولانا کوثر نیازی،

جنرال ضیاء الحق،

جنرال فضل حق او امیر علي احمد تالپور رحمهم الله.


کوم وخت چي حضرت مولانا قاري محمد طیب دارالعلوم حقانیې ته تشریف راوړ، نو وویل: « دغه دیني مدرسه، د سرحد صوبې تر ټولو لویه دیني مدرسه ګڼل کېږي او په دې مدرسه کي ماهره استادان او طلباء په کافي اندازه موجود دي. دا ټوله د حضرت مولانا عبدالحق  د قربانۍ او اخلاص له امله دي.


حضرت مولانا یو وخت په دار العلوم دیوبند کي د طالب العلم په توګه او بیا وروسته څو کاله هلته د ماهر استاد په عنوان  تدریس کاوه. د هند او پاکستان د تقسیم وروسته حضرت مولانا پاکستان ته تشریف راوړ او د هغه  ځای تر اوسه په دار العلوم کي خالي پاتي دی. حضرت مولانا په لنډ وخت یعني اوو کلنو کي وتوانېدی، چي دا مدرسه په لویه علمي اداره بدله کړي، ددې دار العلوم په لیدلو دار العلوم دیوبند په زړه کېږي، رښتیا هم دا دار العلوم په صورت او سیرت کي د دار العلوم دیوبند په شان دی. الله تعالی دي ددې علمي ادارې فیض تل جاري لري او د مسلمانانو لپاره دي د هدایت نور او روښانه منار  وګرځوي. دې دعاء باندي دي زما او د ټوله جهان له لوري پرې آمین وي.»


 حضرت مولانا سید ابوالحسن علي ندوي رحمه الله په خپله وینا کي په دار العلوم حقانیه اکوړه خټک کي وویل: « الله جل جلا له دي د شیخ العلماء حضرت مولانا عبدالحق  په ژوند کي برکت واچوي، چي ددې مدرسې په کامیابۍ او سرلوړي سره یې خپلي سترګي یخې کړې او دې مدرسې ته یې ډېر، زیات پرمختګ ورکړ او دغه سیمي همداسي دیني ادارو ته اړتیا لري، چي د قال الله او قال الرسول اوازونه پکښې پورته سي او تر هغه وخت پوري چي دا ږغ  له  هغه  ځای څخه پورته کیږي، ان شاء الله  د الله تعالی رحمتونه به هم نزول کوي.»


حضرت مولانا احمد علي لاهوري رحمه الله په  خپله وینا په دار العلوم حقانیه کي داسي وویل: « کوم کار چي حضرت مولانا عبدالحق په دار العلوم حقانیه کي د یوولسو( ۱۱ ) کلنو په ترڅ کي ترسره کړي دي، که چیري ټول نوي تعلیم یافته کسان یوځای راجمع سي، بیا  به هم د هغه د لسمي برخي کار ونه کړي.»


کله چي مولانا باشاني چي په روسیې ، چین او عربي نړۍ کي مشهوره څېره ده، دارالعلوم حقانیې ته راغی، وې ویل: « زه د دارالعلوم حقانیې په لیدلو سره ډېر متأثره سوم، که چیري په هر قوم او ملت کي داسي کار کوونکي او متدین کسان پیدا سي، هغه قوم (ملت) ژوندي دي او هر ډول سرښندني ته اماده دي.»


مولانا کوثر نیازی چي د ذوالفقار علي بوټو په وخت کي د اطلاعاتو وزیر وو او بالاخره د پاکستان د مذهبي امورو وزیر سو، ویل به یې: « ما یو ځل له حضرت مولانا عبدالحق سره ملاقات وکړ، د خبرو، اترو وروسته یې ډېر تر اغېز لاندي راغلم، څه وخت چي په ۱۹۶۶م. کال د جولای په یوولسمه( ۱۱) اکوړه خټک ته لاړی په خپله وینا کي یې طلباوو ته داسي وویل: 


« دار العلوم حقانیه د حضرت مولانا عبدالحق د اخلاص په نتیجه کي وجود ته راغلې ده، ما دار العلوم حقانیه د هغه څه مخکي چي په اړه مي اورېدلي وه، لوړه وموندله، هیله ده چي په نژدې راتلونکي وخت کي په پاکستان کي هغه مقام او رتبې ته ورسېږي، کوم چي دار العلوم دیوبند په هندوستان کي رسېدلې ده، الله تعالی  حضرت مولانا عبدالحق د مقام او چوکۍ غوښتلو څخه ساتلی دی او د نبوي علومو وارث یې ګرځولی دی. خلک تلونکی مقام او چوکۍ قبلوي، تاسو ویني کوم کسان چي پرون د مقام او چوکۍ څښتنان وه، نن  ورځ د مقام او چوکۍ پرته ناست  دي، د مقام او چوکۍ د څښتانانو امر په  ظاهري وجود چلیږي، مګر حضرت مولانا د خلکو پر زړونو حکومت کوي


 شخصیت: 
حضرت مولانا رحمه الله لوړ رتبه علمي شخصیت وو، په تدریس ، ارشاد او خطابت کي یې لوړ مقام درلود. هره مسئله چي یادېده، د هغه مطابق به یې آیت او حدیث راوړ او خبري یې ډېري حقي او زبردستي وې، نوموړي له لیکني ، تألیف او تصنیف سره مینه او لیوالتیا نه درلوده. څرګنده نه ده، چي په دې کي یې څه حکمت وو، د عمر په وروستیو کي د حضرت امام ابوعیسی ترمذي او حضرت مولانا رشید احمد ګنګوهي په شان خپل د سترګو دید له لاسه ورکړ او مطالعې ته د نه لاس رسۍ له امله ډېر تکلیف او خپګان ورباندي تېرېدی، نوموړي هره جمعه په خپل مسجد جامع کي بیان کاوه او د عوامو او خواصو  په زړونو کي محبوب او د قدر وړ وو، د علماوو منځ کي مشهوره وه، چي هر څوک غواړي شیخ العرب حضرت مولانا حسین احمد مدني رحمه الله زیارت وکړي، نو حضرت مولانا عبدالحق رحمه الله ته دي لاړ سي .


 حضرت مولانا رحمه الله له خلکو سره ډېري نږدې اړیکي درلودې او د هغوی په ښادي او خپګان کي شریک وو او هڅه یې کول، چي د هغوی د ودونو پروګرامونه په سادګي او د سنت مطابق جوړ کړي او د پېښو او حوادثو د راتلو په وخت کي دستي هلته ورتلی او په خپل جذاب بیانونو سره د هغوی د زړه د تسکین سبب به کېدی، معمولا یې خلک آخرت ته متوجه کول او د فاني دنیا له دوکې څخه به یې وېرول. ځينو د نوموړي ویناوي او بیانونه له پیتو( ثبت) څخه را اخیستلي دي او د کتاب په بڼه کي یې ترتیب کړي او د جامع ترمذي درسونه یې د « حقایق السنن» په نوم ترتیب کړي، نوموړی روشن فکره، ویښ مغزه او د پراخي مطالعې څښتن وو. 


له اهل حق سره مجلس :
 حضرت مولانا عبدالحق د مازدیګر لمانځه وروسته په دارالعلوم کي کښېنستی،  استادانو،  علماوو، طلباوو، تبلیغي جماعت والا، مېلمنو او هر قسم خلک په دې وخت کي له ده سره ملاقات کاوه، په وروستیو کي افغان مجاهدین هم په کثرت سره له ده سره تګ او راتګ درلود او له ده څخه یې وظایف او دعاء غوښتل، دده د مازدیګر وروسته ناسته بې تکلفه وه، د حاضرینو څخه هر یوه آزادانه  پوښتنه کول او حضرت مولانا رحمه الله د هغوی پوښتنو ته ځواب ورکاوه، ځينو به د خوب تعبیر اړوند پوښتنه کول، ځينو به د سیاست اړوند سوالونه درلودل، ځینو د قرآن او حدیث په اړه پوښتني درلودې، ځينو د تعلق مع الله لټون کاوه او حضرت مولانا رحمه الله د هغوی د پوښتني مطابق هغوی ته ځواب ور کاوه او ځیني وختونه یې د بزرګانو حالت بیانول.


یو ځل د حضرت مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله اړوند پوښتنه وسوه، ده وویل: « هغه د دار العلوم دیوبند مؤسس دی، چي د هندوستان او پاکستان ټولي دیني مدرسې له هماغه مدرسې څخه سرچینه اخلي او په دې سیمو کي د مدرسو شتون د حضرت مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله  له فیوضاتو څخه دي، هغه د وخت امام رازي او غزالي وو.»


یو ځل وپوښتل سوه، چي ایا تاسو له حضرت مفتي کفایت الله  رحمه الله  سره ملاقات کړی دی؟ په ځواب کي یې وویل: :« بلی، هو څو ځلي مي له هغه سره ملاقات سوی دی، هغه  د جمعیت العلماء هند روان روح وو، تل د ازادۍ لپاره د انګرېزانو سره په جګړه کي وو او د علومو او پوهي استاد  وو، شیخ العرب والعجم حضرت مولانا سید حسین احمد رحمه الله د هغه ډېر احترام کاوه.» 


د حضرت شیخ الحدیث مولانا محمد زکریا رحمه الله په اړه یې وویل: « نوموړی  په دې وخت کي لوړ رتبه شخصیت دی، د عوامو او خواصو په منځ کي د ځانګړي مقبولیت څخه برخمن دی. زیاتره کسان د ده له کتاب « فضائل اعمال » څخه استفاده کوي، نوموړي نور مهم او ارزښت لرونکي کتابونه هم لیکلي دي.»


د حضرت حکیم الامت اشرف علي تهانوي رحمه الله په اړه یې وویل: «  انسان تعجب کوي، چي الله تعالی څومره علم او  همت هغه ته ورکړی وو او څومره برکت یې په اطاق کي اېښی وو، زیات کتابونه یې په مختلفو برخو کي لیکلي دي، چي د امت د اصلاح لپاره ډېر مفید دي، او د ده  بیان القرآن  تفسیر ډېر جامع او مانع دی او ډېر مشکل ځایونه یې په ډېر ساده او په عام فهمه لهجه حل کړي دي، څه مهال چي موږ  جلالین او تفسیر بیضاوي لوسته، که  چيري  به  د مشکل سره مخامخ سولو، د هغه د تفسیر  په  مطالعې سره به مو خپل مشکل حل کاوه.»


د حضرت مولانا سید عطاء الله شاه بخاري رحمه الله اړوند یې وویل: « امیر شریعت حضرت سید عطاء الله شاه بخاري د هندوستان لوی خطیب او جامع الکمالات وو، د  هغه په بیان کي خوږ  او مزه داره  شی د قرآنکریم تلاوت وو، کله چي به یې د قرآن مجید آیات تلاوت کاوه، داسي به  معلومېده چي ګویا همدا اوس نازلېږي، د دار العلوم حقانیې په کلنۍ جلسو کي یې ګډون کاوه، په هغه وخت کي د نن ورځي په شان د آواز د ثبت آلې او پیتې نه وې، چي د هغه بیانونه ثبت کړل سوي وای، یو ځل یې د دارالعلوم حقانیې په کلنۍ جلسه کي  بیان کاوه ، چي د برېښنا مزي(لینونه)  پرې سوه، هغه مهال  د برېښنا مسؤل د هغه په جوړېدو  او سامان الاتو لګیا سو ، چي ټک،  ټک یې کاوه، هغه وویل: «دغه ټک، ټک مه کوئ، پرېږدئ چي زه بیان وکړم، د هغه څه د ویلو اراده چي عطاء الله کړې ده، هغه به ووایي.» بیا د برېښنا پرته بېله ځنډه شپږ ساعته د سهار تر اذان پوري بیان ته یې ادامه ورکړه او په دې اوږده  دوران کي هیڅوک له خپل ځای  څخه ونه خوځېدی.


 د ده  د بزرګۍ اعتراف:
 یو ځل د سرحد حاکم مرحوم فضل حق اکوړه خټک ته د یوځای د افتتاح کولو لپاره راغی، ناڅاپه  ډېر تېز باران شروع سو، چي خلک د هغې له امله مجبوره سوه، چي لیري او نږدې کورونو ته پناه  یوسي،  حاکم  هم له خپل هیئت سره په منډه، منډه دار العلوم حقانیې ته پناه  یووړه، هغه  مهال حضرت مولانا عبدالحق رحمه الله هم هلته موجود وو، ده  د حاکم او ورسره هیئت ډېر احترام او عزت وکړ او د هغوی یې ښه قدرداني وکړه، هغوی ټول حیران سول، حاکم  د ده  د تواضع، للهیت او مېلمه پالني څخه متأثره سو  او په  وروستۍ کي یې مننه ورڅخه وکړه او وې ویل: « که چیري خدمت لرئ، درته حاضر یم؟» هغه په جواب کي وویل:« الله تعالی دي تاسو ته  د خیر بدله درکړي.» د هغه وروسته د سرحد حاکم  د ده ډېر ارادتمند سو،  څو ځلي دارالعلوم حقانیې ته راغلی او په پوره احترام سره یې ویل:« هر ډول کار چي د خپل ځان یا مدرسې اړوند لرئ، په خدمت کي مو حاضر یم، ده وویل:« هیڅ ډول کار ته اړتیا نه لرو.»


یو ځل د پېښور په پوهنتون کي   د ټولو مسؤلینو، ښوونکو،  زده کړیالانو، مېلمنو او د سرحد د حاکم  فضل حق په شتون کي غونډه جوړه سوه او حضرت مولانا عبدالحق رحمه الله د خصوصي مېلمه  په توګه ګډون پکښې کړی وو، حاکم  د جلسې رئیس  وو، کله چي سټېج ته وختی، د الهیاتو (شرعیاتو) په برخه کي یې د حضرت مولانا علمي مقام باندي  اعتراف وکړ او د ده د شخصیت اړوند یې  زیاتي خبري وکړې، بیا په هماغه غونډه کي د حاکم  له لوري چي د الهیاتو(شرعیاتو)  په  برخه کي د  دوکتورا  سند، چي  له وړاندي څخه چمتو سوی وو،  حضرت مولانا ته یې وړاندي کړ. 


جنرال ضیاء الحق د ۱۹۸۱م .کال  د اګست په ۱۴مه  د دې ترڅنګ چي د ده دیني خدمتونه او علمي ښېګڼي  یې وستایلي، د ده په کمیس  د سینې سره د ستورو نشان  ووهی، کوم چي نسبت نورو کسانو ته د امتیاز مډال وو.


مور او پلار : 
 پلار یې حضرت مولانا معروف ګل رحمه الله یو متدین او پرهېزګاره سړی وو، کله چي وفات سو، د دارالعلوم دیوبند استادانو او طلباوو د هغه لپاره د ایصال ثواب په موخه د قرآنکریم لوستلو غونډه جوړه کړه او د هغه لپاره یې د مغفرت  او بخښني دعاګاني وکړې، نیکه  یې الحاج میر آفتاب هم یو مخلص سړی وو، د دې سره چي  د زیاتي کرهڼیزي ځمکي څښتن وو، بیا یې هم د خپل کلي امامت  د عمر تر وروستۍ پوري په غاړه وو. 


 مور یې هم د لمانځه ، روژو، تسبیح او تهجد پابنده وه، دقرآنکریم زیات سورتونه او مسنوني دعاګاني یې یادي وې، داسي د قرآن عاشقه وه، چي په لاسي ژرنده به یې غنم اوړه کول او یا به په بل کار لګیاوه، د هغه کار د سرته رسولو ترڅنګ یې قرآنکریم له یاده تلاوت کاوه. حضرت مولانا رحمه الله قرآن کریم له هغې څخه زده کړ، په وروستۍ کي  د  قدرمني مور  د سترګو دید یې  ختم سو، هر څومره چي حضرت مولانا رحمه الله ټینګار وکړ، چي روغتون ته ځو، هیله ده چي په عملیات سره دي سترګي  مخکني حالت ته وګرځي، هغې ونه منل او وې ویل:« هلته نارینه  ډاکټر  دی، د علمیات پر مهال باید زما څېره  هغه ته ښکاره سي او هغه پردی سړی دی، ړوندوالی ماته تر دې غوره دی، چي پردي سړي ته خپله څېره ښکاره کړم.»


تقوا: 
 قائد شریعت حضرت مولانا عبدالحق رحمه الله ډېر متقي او پرهېزګاره وو، ده د مدرسې د مالونو اړوند ډېر زیات احتیاط کاوه، هغه لرګي چي د مدرسې په پخلنځي کي سوځېدل، د هغه سکاره به یې جمع کول او خرڅول یې،  ځيني وختونه به هغه د حضرت مولانا رحمه الله کور ته د پلورلو لپاره لېږل کېده. یو ځل کورته راغی، ویې لیده چي د سکارو بوجۍ پرته ده، وویل: :« د دې قیمت مو مدرسې ته سپارلی دی؟»
په ځواب کي  ورته وویل سوه:« تر اوسه مو نه دی ادا کړی!» هغه مهال ډېر خپه  سو او وویل:« له دې وروسته داسي مه کوئ، ځکه دغسي مو عادت جوړېږي او دا یو ډول خیانت دی.»


یو ملګری یې یو ځل د مولانا نورمحمد په نوم چي په دار العلوم دیوبند کي یې له ده سره یوځای دوره حدیث کاوه، مګر د کال  په پای کي د څه لاملونو له امله ونه توانېدی، چي په کلني ازموینه کي ګډون وکړي،  هغه یو دولتي ځای کي امام وټاکل سو. د پاکستان د ازادۍ وروسته د حکومت لخوا اعلان وسو، چي یواځي هغه کسان کولای سي، چي دولتي ځای کي د امام  په توګه  وټاکل سي چي د فلانۍ، فلانۍ مدرسې د فراغت سند ولري او کنه د امامت څخه لیري کېږي، څرنګه چي مولانا نور محمد د فراغت سند نه درلود، حضرت مولانا رحمه الله ته د فراغت د سند د ترلاسه کولو لپاره راغی، هغه  په ځواب کي ورته وویل:« بنده د دې مدرسې له لوري د فراغت د سند له ورکولو څخه عاجزه دی، ځکه د فراغت سند هغه کسانو ته ورکول کېږي، چي تر  اخیره یې دې مدرسه کي درس لوستی وي، او  ازموینه یې ورکړی وي ، زه یواځي کولای سم چي دا ګواهي ورکړم، چي تاسو د دوره حدیث کتابونه په دار العلوم دیوبند کي لوستي دي، بیا یې ګواه نامه ورته ولیکل او هغه ته یې ورکړه، چي هغه ومنل سوه، مګر د فراغت سند له ورکلو څخه یې ډډه وکړه.


د اغلي مېرمني خدمتونه :
د ده اغلي مېرمني هم د دار العلوم  ډېر خدمت کاوه، څلوېښت کاله یې ډوډۍ او شوروا د دارالعلوم د استادانو او طلباوو لپاره د تنخوا پرته تیارول او اغلې مور یې د کمزورۍ باوجود  په دې اړوند هم پوره همکاره وه.


 د مجلس (پارلمان)  په ټاکنو کي ګډون: 
په ۱۹۷۰م. کال کي د جمعیت علماء اسلام اکابرینو(مشرانو)  له ده څخه وغوښتل چي د مجلس شورا په ټاکنو کي ګډون وکړي. ده لومړی انکار وکړ، بالاخره د ملګرو او دوستانو په ډېر  ټینګار سره  دې کار ته اماده سو او تر دریو دورو یې نوم لیکنه وکړه، لومړی ځل  په ۱۹۷۰م کال ، دویم ځل ۱۹۷۷م. کال او درېیم ځل په ۱۹۸۵م کال کي د خپلو رقیبانو د رایو په نسبت یې ډېري زیاتي رايي ترلاسه کړې  او په درې واړه دورو کي یې په پوره احترام سره مجلس (پارلمان)  ته لاره پیدا کړه، ده  په پارلمان کي د اسلامي قوانینو په نافذولو ډېر ټینګار کاوه او د قادیانیت په غیر مسلمیت او اقلیت کولو کي یې سخته مبارزه کول. 


 حج: 
قائد شریعت حضرت مولانا عبدالحق رحمه الله په ۱۹۵۲م. کال کي د بیت الله شریفي په زیارت مشرف سو او ټول زامن او لوڼي یې هم وتوانېدل چي په دې لوی شرف مشرف سي.


جامې او خواړه: 
نوموړي  سپیني، پاکي، صفا او نرمي جامې اغوستلې، پرتوګ یې تل د بجلکو څخه پورته وو، کرته کمیس یې په تن کاوه او سپینه لنګوټه یې په سر تړل، لږ خوراک یې کاوه او چای یې د اشتها په اندازه څښل. 


بیعت: 
 حضرت مولانا رحمه الله لومړی ځل د سرحد له مشهوري څېرې او بزرګ حاجي ترنګ زئ سره بیعت وکړ او د هغه له وفات وروسته یې د حضرت مولانا حسین احمد مدني رحمه الله په لاس بیعت وکړ. 


مړینه:
قائد شریعت شیخ  الحدیث حضرت مولانا عبدالحق رحمه الله په وروستیو کي ناروغ سو، له دې امله د پېښور خیبر روغتون ته یوړل سو او هلته د ۱۹۸۸م کال د سپټمبر په ۷مه چي د ۱۴۰۹ هـ.ق کال سره سمون خوري په داسي حال کي چي « یاحي یا قیوم برحمتک استغیث» یې پر ژبه جاري وه او له دې فاني دنیا څخه یې سترګي پټي کړې. انا لله و انا الیه راجعون.

 

اولادونه: 
حضرت مولانا رحمه الله خپل تر شا شپږ اولادونه د یادګار په توګه پرېښود:

 

۱- شیخ الحدیث مولانا سمیع الحق شهید رحمه الله، نوموړی د پلا ر ځای ناستی، د دارالعلوم حقانیې (مخکنی) مهتمم، د الحق مجلې باني او مدیر، د مجلس شورا اسلامي قانونګذار او ډېر غوره مؤلف او مدرس وو.
 

۲-پروفیسور محمد الحق.
 

۳- شیخ الحدیث مولانا حافظ انوار الحق حفظه الله، د بهاولپور پوهنتون د الهیاتو(شرعياتو) په څانګه کي یې لیسانس اخیستی او د دار العلوم حقانیې فاضل ، د نوموړي مدرسې مخکنی نائب مهتمم او اوسنی مهتمم یې دی، د وفاق المدارس العربیه پاکستان نائب صدر،  غوره مدرس او د دار العلوم حقانیې غوره سمبالونکی دی.
 

۴-مولانا حاجي اظهار الحق رحمه الله.
 

لوڼي:
 

۵-  سلمی.
 

۶-ام کلثوم.
 

 

اخځلیک: زموږ اکابرین، د ژباړن چاپ ته اماده اثر.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته