تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په روژه کي څلور لوی کارونه
  ژباړه: محمد اسمعیل مخلص
  April 26, 2020
  0

نبي فرمايي: چي د روژې په مياشت کي  د څلورو شيانو په کثرت سره دکولواهتمام کوئ،  چي په هغوکي دوه شيان داسي دي چي په هغه سره تاسي خپل رب ( راضي کوئ  او دوه شيان داسي دي، چي د هغه څخه تاسي هيڅکله نه بې پروا کېږئ.

چي نه ورڅخه بې پروا کېږئ يو د هغه څخه کلمه طيبه ويل دي او بل په کثرت سره د استغفار ويل دي.

اودوه نورشيان په دې ډول دي: د جنت سوال وکړئ او د دوږخ څخه پناه وغواړئ . صحيح ابن خزيمه (حديث نمبر ۱۷۸۵)

حضرت ډاکټر عبدالحی عارفي  فرمايي: چي د روژې په مياشت کي دوه عبادتونه دي، چي تر ټولو لوی دي يو په کثرت سره لمونځ کول  دي (چي تراويح، تهجد، اشراق، څاښت  او د اوابين لمونځونه پکښي شامل دي.) دوهم د کلام پاک په کثرت سره تلاوت کول دي چي څومره دي طاقت وي په هغه اندازه.

دا څلور عملونه پدې ډول دي:  کلمه طیبه ویل، استغفار ویل، د جنت غوښتنه کول او د دوږخ څخه د ځان ژغورني غوښتنه.

د روژې د مياشتي تر راتګ مخکي باید د اعمالو لپاره ښه تقسیم اوقات جوړ سي او تر خپله وسه عملي سي، د روژې په مټ د الله تعالی څخه رحمتونه واخلئ او د الهي نعمتونو څخه لمن ډکه کړئ. دا به ډېره ښه خبره وي، چي خپله یوه ثانیه هم د الله تعالی بې عبادته تېره نه کړو او که مو داسي ونه کړه، بېغوري او کوتاهي وسوه او په شوق او جذبه موعبادات ادا نه کړل. په پایله کي به د رحمت الهي څخه محرومه سوي یو او د الله  تعالی د غوره بنده ګانو په لست کي به موځان نه وي شامل کړی

 

سرته