تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه راغله ، ښه راغله
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 28, 2022
  0

درنو لوستونکو! د الله له خوا مسلمانانو ته د میلمستیا میاشت راورسېدل .

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو صحابه کرامو ته داسي وفرمایل: پر تاسي باندي د روژې مبارکه میاشت راغله، چي د برکت میاشت ده او د دې میاشتي ټولي روژې پر تاسي فرض دي. په دې کي د جنت دروازې خلاصیږي او د جهنم دروازې او شیطان تړل کيږي. په دې میاشت کي یوه داسي شپه ده چي د ( زرو ) میاشتو څخه غوره ده ، نو هغه څوک چي د دې له اجر او ثوابه محروم سي په واقعي ډول ترې محروم سو (رواه احمد) سبحان الله

پوهانو ویلي دي چي د بدن غذا خوراک دی خو د روح غذا عبادت دی. نو ځکه روژه زړه او روح دواړه صفا کوي. روژه یو الهي نعمت ، عبادت او امانت دی. نو الله تعالی موږ امتحانوي چي آیا په دې امانت کي صادقان یو که خاینان ؟!

روژه یوازي د خوراک او څښاک بندول نه دي. یعني صرف د معدې روژه نه وي بلکي د ټولو مهمو غړو روژه وي، د سترګو روژه حرامو ته له کتلو ډډه ده؛ د غوږونو روژه له حرامو د اورېدلو څخه ډډه ده؛ د ژبي روژه د ښکنځلو، غیبت او چغلیو څخه ډډه ده؛ د لاس روژه له غلطو کړنو، غلطو لیکلو، غلطو اخیستلو یا ورکولو څخه ډډه ده؛ د پښو روژه غلطو مجلسونو او غلطو ځایونو ته له تګه ډډه ده. که دغسي وکړو، نو دا به مو اصلي روژه وي.

څنګه چي دا د روحي او فلاحي ګټي میاشت ده نو بختور به هغه کس وي چي د راتلونکي ژوند له پاره په دې میاشت کي سرمایه ګذاري وکړي، یعني له دې میاشتي لویه ګټه واخلي.

اوس هر مسلمان ته دا فکر پکار دی، چي څنګه د روژې استقبال وکړي؟ څنګه د روژې میاشت په عباداتو، حسناتو او ښو کارونو تیره کړي؟ او داسي یو حالت ځانته غوره کړي چي انسانان یې له شر او تکلیفه په امن سي او غریبان یې له فیض او ګټي برخمن سي.

روژې ته الله تعالی ځکه د نورو یوولسو میاشتو په نسبت ډیر اهمیت ورکوي، چي یو خو یې دا خپله میاشت بللې ده، او بل دا چي هدف یې دا دی چي که یې بندګانو په دا نورو ۱۱ میاشتو کي په خپلو دیني عباداتو او نیکيو کي غفلت او بې پروایي کړې وي، نو په دې میاشت کي هغه جبران کړي او دا یوه غوره موقع ده چي هره نیکي او عبادت څو چنده عوض لري.

 د روژې هدف او پیغام د انسان متقي کېدل او د ایمان ټینګېدل دي. روژه د بدن زکات دی، د ګناهونو سوځول دي، د روح پیاوړتیا ده، د الهي امر مراعاتول او منل دي، له شیطاني وسوسو څخه ژغورنه او د الهي عذاب څخه ساتنه ده، د نفساني حاکمیت ځپنه ده، د الهي رحمت حاصلونه ده، د مغفرت ګټنه ده، د توبې قبلېدنه ده، او د جنت ژمنه ده. نو ښه دا دی چي د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشادات عملاً تعمیل او تسجیل کړو او دا په اثبات ورسوو چي نور نو د خولې څخه علاوه د زړه مسلمانان هم یو. بس یوه صادقانه اراده او فیصله غواړي.

متدینو دوستانو!

څنګه چي په دې میاشت کي هر ښه عمل او هر عبادت څو چنده عوض لري، نو افسوس په هغه مسلمان چي دا میاشت د موسیقی په لیدو یا اورېدو، د ناوړو ټلویزیوني چينلو او پروګرامو په لیدو او یا هم د انټرنیټ د بد اخلاقه او حرامو خپرونو په لیدو، قطعه بازیو، قمار، ګېم او نورو خبایثو او مفاسدو سره ضایع کوي. دا شیان د رمضان له پاره زهر قاتل دي .

د روژې لنډولو خبره د عبادت غلا ده. دا غل سړی په ډیر خوب، ډیر چکر، ډیرو لیدنو کتنو... سره بوخت ساتي او بیا نو هغه شخص وایي چي نن مي روژه ډیره لنډه سوه! د دې خبري معنی دا ده چي روژه ګواکي یو جبر او زحمت دی او ژر ژر باید لنډه سي. که داسي وي نو ولي یې په عبادت، تلاوت، ریاضت او بصیرت سره نه لنډوې؟ که هوس دی، نور دي بس دی !

په هر صورت ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د روژه لرونکي د روژه مات پر مهال یوه دعا داسي ده چي نه مسترد کيږی ( ابن ماجه ، حدیث نمبر ۱۷۵۳ ). نو راځئ چي د هر روژه مات پر مهال د دنیا او عقبا د سمون، بدلون او پرمخیون له پاره ښه دعاوي انتخاب کړو. ځکه چي یوه یې حتماً قبلیږي.

له روژې مخکي ځکه بايد توبه وباسو، چي د ژوند ټول چاپېريال مو له فتنو ډک دی. هر ځای وژني، تښتوني، بې لارۍ او ګمراهۍ خپرې دي. د منع کولو يې څوک نسته او له دې شره د خلاصون يوازينی حل الله تعالی ته په اخلاص رجوع کول دي او بس. نو نن د عمل ورځ ده بېله حسابه، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله.

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته