تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حدیبیې په صلحه کي د ابوبصیر ؓ واقعه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 2, 2020
  0

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د حدیبې په مشهوره تاریخي صلحه کي د کفارو یو شرط دا وو چي د قريشو څخه چي هر څوک د خپلو مشرانو  بې اجازې مدينې منورې يا محمّدﷺ ته مهاجر ورسي! محمّد ﷺ به هغه نفر بيرته و قريشو ته ورکوي...


کوم وخت چي رسول اللهﷺ د حدیبیې څخه مدينې منورې ته ورسېدى په دغو شپو کي په مکه مکرمه کي يوه مسلمان سړي د هغو کفارو څخه چي و ده ته يې عذابونه ورکول ځان خلاص کړى چي دغه سړئ ابو بصير رضی الله عنه ؤ، ابو بصير ؓ د ثقيف د قبيلې څخه ؤ او د قريشو حليف ؤ، دئ مسلمان او په مکه مکرمه کي اوسېدى د مکې مکرمې څخه و مدينې منورې ته مهاجر ورغلى، دغه ټوله لار يې پياده و وهل خو د قريشو دوه نفره تر شا په پسې وه غواړي چي بيرته يې بوزي، مګر ابو بصير ؓ مدينې منورې ته ځني ورسېدى او مسجد نبوي ته ورننوتى ويل: يا رسولَ الله! مهاجر درته راغلى يم، فوراً هغه دوه نفره کفار پسي را ورسېدل او ويل:


يا محمّد!ﷺ  هغه عهد او وعده چي زموږ او ستاسي په منځ کي ده؟ لکه څرنګه چي د صلحي په مادو کي راغلي دي دئ به بيرته موږ ته راکوې، رسول اللهﷺ و فرمايل: هـو! واخلى بو يې زى، هغو ابو بصير ؓ  کش کړی او بيرته يې رهي کړى، ابو بصير ؓ  نارې وهي چي څنګه مي کفارو ته په لاس ورکوى؟ ما دغه ټوله لار پر پښو و وهل او هجرت مي را وکړی او تاسي مي بيرته ور تسليموى؟ رسول اللهﷺ و فرمايل: يا ابا بصير! قريبه ده چي الله جل جلاله  به تا او ستا ملګرو ته د نجات لار پيدا کړي.


ابو بصير ؓ مجبوره سو د هغو دوو نفرو سره رهي سو، و مدينې منورې ته نژدې د ذوالحُلَيفه سره چي اوس آبار علي ورته ويل کيږي هغه دوه نفره کښېنستل چي ځانونه هوسا کي او څه هغه خرما وخوري چي د دوى سره ور سره وه،بندي يې هم ور سره دى، ابو بصير ؓ  و هغه يوه نفر ته وايي: فلانيه! په والله دغه ستا توره ډېره ښه را معلوميږي، هغه ويل: هـو  والله دا ډيره ښه توره ده او ما څو واره امتحان کړې هم ده، ابو بصير و ويل: ته يې را ښکاره که چي زه يې وګورم، په خبرو خبرو کي ابو بصير وکولاى سواى چي د هغه څخه توره واخلي او هغه په و وهي، د هغه توره يې واخستل او هغه يې و وژى، دا بل په ځغستاسو، هغه ځغلي ابو بصير توره په لاس په پسې دى، هغه خپل مرګ  په سترګو ويني.


خو اوس چيري ولاړ سي؟ ټوله دښت دى؟ خو هغه نژدې ځاى مدينه منوره وه، نو يې د مدينې منورې پر طرف مخ ونيوى، مشرک ځغلي ابو بصير ؓ توره په لاس ترشا په پسې دى هغه ځغلي دئ يې نه پسي پرېږدي، د ډير تېز ځغستلو څخه يې دوړي ولاړيږي، دوړه په پسې ده، كله چي کافر مدينې منورې ته ورسېدى مخامخ پر مسجد ور رهي دى او په مسجد ور ننوتى، ابو بصير تر شا په پسې دى، رسول اللهﷺ چي دغه مشرک په دوړو سپيره وليدى او سا په اوږو شړي ويل: دې سړي مرګ ليدلى دى، خو سړي ناري کړه: والله زما ملګرى و وژل سو او اوس ما هم وژني، ابو بصير چي مسجد ته ور داخل سو ويل: يا رسولَ الله! الله جل جلاله  ستا ذمه خلاصه کړه تا زه ور تسليم کړم او هغه عهد چه ستا او د دوى په منځ کي ؤ په هغه دي وفاء وکړه او تا بيرته زه و دوى ته ور ولېږلم هغه چي پر تا وه هغه دي وکړه اوس ته په ما کارنه لرې الله جل جلاله  زه د دوى څخه خلاص کړم، رسول اللهﷺ و فرمايل: هـو! ما په لاس ورکړې او تا ځان خلاص کړی، هغه مشرک و ويل: يا محمّد! ﷺ بيرته يې را تسليم کړه لکه څرنګه چي مو وعده سره کړې ده، رسول اللهﷺ و فرمايل: ما دا کار وکړی خو ستاسي څخه بيرته ولاړى ما خپله ذمه خلاصه کړه، کافر بې جوابه سو او ابو بصير يې پرېښاوه، بيا نو ابو بصير و ويل: يا رسولَ الله! پرې مي ږده چي په مدينه منوره کي و اوسېږم، رسول اللهﷺ ويل: يا! که په مدينه کي و اوسېدې معنْی: ما عقد مات کړی، ابو بصير ويل: نو مي پرېږده چي هر چيري زما خوښه وي هلته ولاړ سم، رسول اللهﷺ و فرمايل: زما ستا سره کار نسته هر چيري چي ځې ولاړسه ته آزاد يې او زما تر امر نه يې لاندي، ځکه ابو  بصير د مسلمانانو په جماعت کي نه ؤ داخل او د هغو تر قيادت او مشرۍ نه ؤ لاندي، ابو بصير د مسجده څخه و وتى او توره ور سره ده.


ابو بصير ؓ مکې مکرمې ته نه ولاړى بلکه عيص ته ولاړى، عيص خو در معلوم دى چي يوه غرنۍ منطقه ده او په دغو غرو کي وُني او غارونه ډېر دي، نو ابو بصير ؓ دغه عيص ته ولاړى او هلته ژوند کوي.


قريشو و رسول اللهﷺ ته حال ولېږى ويل: يا محمّد! ﷺ هغه عهد چي زموږ او ستاسي په منځ کي دى څه سو؟ رسول اللهﷺ و فرمايل: زه پر خپله وعده يم، قريشو ويل: ابو بصير او د هغه ملګري څه کارونه کوي؟ رسول اللهﷺ و فرمايل: هغه ما و تاسي ته در تسليم کړى اوس په ما پوري تعلق نه لري، قريشو ويل: که موږ د  هغه سره جنګ وکو ته خو به مداخله نه کوې؟ رسول اللهﷺ و فرمايل: زه هيڅ کار نه درلرم ځکه زموږ او ستاسي په منځ کي هغه د صلحي عهد او اتفاق  موجود دى.


دا شرط (چي مسلمان سوی کس به بیرته کفارو ته سپاري) چي مسلمانانو د کفارو په ګټه باله، مګر په حقيقت کي هغه  شرط د مسلمانانو په ګټه ؤ، بيا نو رسول الله ﷺ و حضرت عمر رضی الله عنه ته و فرمايل: ته وې چي د دغي صلحي څخه ناراضه وې او تا ويل: دا زموږ په دين کي ذِلّت او کښته والى دى، تا ويل: دغه صلحه دکفارو په ګټه او مصلحت ده، اوس څنګه سو؟ عمر رضی الله عنه و ويل: يا رسولَ الله! دا معلومه خبره ده چي ستا د فکر او نظر خير او برکت زما د فکر او نظر تر برکت ډير دى.


 دغه د حديبيې صلحي تر دوو کلو پوري دوام وکړی، که څه هم عهد د لسو کلو دپاره ؤ خو دوه کاله وروسته دغه عهد او اتفاق د هغه تجاوز په سبب چي د بنو بکر قبيلې د خزاعه پر قبيله وکړی لغوه او مات سو چي دغه واقعه به د مکې مکرمې د فتحي په قصه کي ان شاء الله درته بيان سي.


سرچینه: د سرور کائینات ﷺ ژوند

 

سرته