تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت:د نبي کریم ﷺ او بلال سره د ابوجهل ظلمونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 30, 2020
  0

نبوي سیرت (۷۳ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د رسول الله ﷺ او بلال ؓ  سره د ابوجهل ظلمونه
ابوجهل ملعون به ځيني وختونه و رسول اللهﷺ ته کښېنستى، قرآن مجيد به يې اورېدى او بيا به ولاړ سو، نه يې ايمان را وړى او نه يې د رسول اللهﷺ اطاعت کاوه، خو پردې سربيره به يې رسول اللهﷺ په خبرو هم آزاراوه، د عبادت او لمانځه څخه به يې منعه کاوه او بيا به يې دغه خپل د شر په عمل فخر هم کاوه، لکه يو لوى کار چي يې کړى وي او د ده ملعون په باره کي د سورة القيامه دغه آياتونه نازل سوه چي رب عزوجل فرمايي:


(فَلَا صَدَّقَ وَلَا صَلَّىٰ (۳۱) وَلَٰكِن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ (۳۲) ثُمَّ ذَهَبَ إِلَىٰ أَهْلِهِ يَتَمَطَّىٰ)
 يعني: نه يې د دغه قرآن تصديق وکړی او نه يې پر هغه يقين وکړی او نه يې لمونځ وکړی، مګر قرآن يې درواغ وباله او د ايمانه څخه يې مخ وګرځاوه او بيا به د دغه مجلس څخه خپل اهل يا کورنۍ ته په تکبر سره ولاړى.


 ابوجهل ملعون چي د اولي ورځي څخه رسول اللهﷺ وليدى چي په حرم شریف کي لمونځ کوي د دغه لمانځه څخه يې منعه کاوه، يوه ورځ رسول اللهﷺ د مقام ابراهيم سره لمونځ کاوه ابوجهل ورته راغلى او ويل: يا محمّد! ما ته د دغه کاره څخه نه يې منعه کړى؟ که دي بيا دلته لمونځ کړى ؤ زه به در سره جوړ سم، رسول اللهﷺ په مقابل کي ورته و درېدى، ابوجهل ويل: يا محمّد! ته په څه شي سره زما مقابله کولاى سې؟ په والله زه په دغه ښارکي تر ټولو خلكو ډير نفر لرم، په يوه روايت کي راغلي دي چي رسول اللهﷺ ابوجهل تر ګرېوانه ونيوى وې ښوراوه او دغه آيات شريف يې تلاوت کړی:


(أَوْلَىٰ لَكَ فَأَوْلَىٰ ثُمَّ أَوْلَىٰ لَكَ فَأَوْلَىٰ) [القيامه /۳۴ ، ۳۵]
د الله د ښمن ابوجهل و ويل: آيا ته ما ته په عذاب سره وعده را کوې؟ يا محمّد! په والله نه ته او نه ستا رب په ما څه کولاى سى او زه تر هغو ټولو خلكو معزز يم کوم چي په مکه کي يې ژوند کړى دى، ابوجهل يواځي په دغو ويناوو سره کفايت نه کاوه، بلکه ورځ په ورځ يې دښمني او عناد زياتېدل.


امام مسلم د ابو هريره رضی الله عنه څخه روايت کوي چي ابوجهل و قريشو ته و ويل: محمّد ستاسي په حضور سر پر سجده ايږدي؟ دوى ويل: هو، ابوجهل و ويل: زما دي په لات او عزْى سره قسم وي:که ما وليدى پر غاړه به يې پښه ورکښيږدم او مخ به يې په مځکه پوري ور و موږم، په دغه وخت کي رسول اللهﷺ راغلى او په لمانځه يې شروع وکړه، ابوجهل په دغه نيت ور رهي سو چي پر غاړه يې پښه ورکښيږدي او هغه خپل شوم نيت عملي کړي، قريش ورته ګوري چي ناڅاپه ابوجهل د شا پر طرف ځغلي او لاسونه داسي ښوروي لکه څوک چي د ځانه څخه يو شئ منعه کوي، قريش ورته را ولاړ سوه او ويل: څه درته پيښه سوه يا ابا الحکم؟ ابوجهل ويل: زما او د ده په منځ کي د اور خندق ؤ او مخ ته مي د مرغانو وزرونه وه لکه ما چي په چپلاخو يا څپېړو وهي، رسول اللهﷺ فرمايي: که دئ ما ته را نژدې سوى واى ملائکو به اندام اندام کړى واى، دا د هغو تکاليفو او آزارو يو څه بيان ؤ چي و رسول اللهﷺ ته ورکول کېدل، سره د دې چي رسول اللهﷺ د لوړ او خواږه شخصيت خاوند ؤ، د عامو او خاصو خلكو په زړو کي يې وِقار او دبدبه درلودل، او پر دې سر بيره د هغه ابوطالب چي په مکه مکرمه کي ډير عظيم او محترم سړئ ؤ په ساتنه کي هم ؤ دغه يې حال ؤ.


مګر هغه نور مسلمانان خاصتاً هغه کسان چي ضعيفه وه، د هغو په مقابل کي دغه آزارونه ډير شديد او ډير ترخه وه او په عين حال کي هري قبيلې و هغه چا ته د عذاب ورکولو وظيفه پر غاړه واخستل کوم چي د دوى د قبيلې څخه مسلمانان سوي وه يا نوي و اسلام ته داخلېدل او هر هغه څوک چي قبيله به يې نه درلودل و هغو ته به يې لچک او اوباش خلك ور ګُمارل، هم به د قبيلو رئيسانو خپل زړه په سړاوه او هم به اوباشانو  داسي سخت او قِسم قِسم عذابونه ورکول چي په اوريدلو يې د انسان زړه ټُک ټُک کيږي، راسى چي د دغو عذابو او آزارو څخه يو څه د دې د پاره واورو چي دا را معلومه سي چي اسلام په څومره تکاليفو نشر سوى، تر ما او تا را رسېدلى دى، خو بد بختانه چي نن ورځ موږ د اسلام او د هغه د احکامو څخه بې پروا يو.


اولاً ابوجهل چي به د هر چا د اسلام را وړلو واوريدل، که به هغه سړئ د قوم او شرف خاوند ؤ نو به يې خبرکړی او په (اوسنۍ اصطلاح) اخطار به يې ورکړی، ورته و به يې ويل: سړيه خبر اوسه چي په مال او عزت کي به دومره تاوانونه در و رسوم چي ته به يې تَوان او طاقت و نه لرې او که به هغه سړئ ضعيفه ؤ نو به يې وهل او ټکول ورکول.


عثمان بن عفان رضی الله عنه چي مسلمان سو د ده اکا به په هغه بوريا کي وپېچى چي د خرما د وُني د پاڼو څخه به جوړه سوې وه او بيا به يې د کښته څخه دود ورته جوړ کړی، دئ  رضی الله عنه به په بوريا کي پېچلى ؤ او دغه دوده به ورکول کېده.


مصعب بن عمير رضی الله عنه چي ډير نازولى او ډير ښه لباس اغوستونکی ځوان ؤ په ناز او نعمت کي لوى سوى ؤ، کوم وخت چي د ده مور د ده په اسلام خبره سوه خواړه يې ځني منعه کړه او د کوره يې وايستى، دغه نازولي مصعَب د تکاليفو او زحمتو څخه داسي پوست واچاوه لکه مار چي پوست اچوي.


وروڼو! يو څه په دقت سره و دغو آزارو او دغه صبر او تحمل ته متوجه سى!


يو بل د هغو کسانو څخه چي سخت آزارونه او تکليفونه ورکول سوي دي حضرت بلال رضی الله عنه دى چي د اُميه بن خلف مريئ ؤ، اُميه به د ده په غاړه کي رسۍ ور واچول او بيا به يې د هلکانو په لاس ورکړى چي د مکې مکرمې په غرو او شېلوکي يې وګرځوى، تر هغو به يې ګرځاوه چي ټول هلکان به ستړي سوه او د بلال رضی الله عنه په غاړه کي به د دغي رسۍ زخمونه پاته وه، اميه به دغه رسۍ ونيول او بلال رضی الله عنه به يې په ډير زور او شدت سره د ځان و طرف ته را کش کړی او دلته به يې ښه ټينګ لرګئ و واهه، بلال رضی الله عنه به يې په زور او جبر د دوبي د غرمې و لمر ته کښېناوه، اوبه او خواړه به يې هم نه ورکول او تر دې ټولو اشد عذاب دا ؤ چي بلال رضی الله عنه به يې تر مکې مکرمې دباندي و دښت او غرو ته وايستى پر هغه مځکه چي د لمر په حرارت به دومره توده سوې وه چي غوښي به پر کبابېدې (دا خبره هغه چا ته معلوميږي چي د مکې مکرمې ګرمي يې ليدلې وي) نو به يې پر دغه ګرمه او سوځونکې مځکه لڅ بيله کالو پرې ايستى او بيا به يې يوه لويه او درنه ډبره چي په څو نفرو به يې پورته کول د بلال رضی الله عنه پر ځيګر کښېښوول او بيا به يې ورته و ويل: په والله تر هغو به دغسي يې چي يا به مرې، يا به د محمّدﷺ د دين څخه انکار کوې، دلات او عزْى عبادت به کوې.


خو حضرتِ بلال رضی الله عنه به په دغه حال کي فقط دغه ويل: اَحَدٌ احد، احدٌ  احد، په وروسته کي د بلال رضی الله عنه څخه پوښتنه وسوه چي د دغي جملې سِر او سبب څه ؤ؟ تا ولي دغه يوه جمله اختيار کړې وه چي احدٌ احد؟ بلال رضی الله عنه و ويل: ما په اول کي قِسم قسم جملې ويلې، خو په ټولو کي دغه جملې وکفارو ته ډير تکليف ورکاوه او دغه جملې ډير قهر ور وستى او زما زړه غوښتل چي دوى زهيرکړم، نو ځکه مي يواځي دغه جمله و دوى ته د عذاب ورکولو په سبب اختيار کړه، د حضرت بلال رضی الله عنه دغه حال ؤ ترڅو چي يوه ورځ ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه تېرېدى او کفارو و بلال رضی الله عنه ته دغه عذابونه ورکول نو ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه دئ د خپل مالک اُميه څخه رانيوى، بلکه خپل تکړه مريئ يې د بلال رضی الله عنه په بدل کي ورکړی او څوک وايي د سپينو زرو په پنځه يا اوه اوقيه يې رانيوى او بيا يې آزاد کړى، نو ځکه عمر رضی الله عنه به ويل (ابوبکر سيِّدُنا وَاَطلَقَ سيّدَنا) يعني: ابوبکر چي زموږ سردار دی زموږ سردار بلال یې آزاد کړى.
ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

سرته