تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خوبونه مو ولي له یاده وځي؟
  تعلیم الاسلام
  January 26, 2020
  0

لیکنه: علي متوکل


موږ خوبونه وینو، خو له یاده مو وځي. کله چي را پاڅو ټول لیدلي خوبونه مو له یاده وتلي وي.  


موږ د ژوند درېیمه برخه په ویدېدو تېروو، خورا زیات خوبونه هم وینو؛ انسان د کال په ۳۶۵ ورځو کي په اوسط ډول ۱۲۲ ورځي په ويدېدو تېروي. په اوسط ډول په کال کي ۱۴۶۰ خوبونه ویني، چي په یوه شپه کي تقریباً ۴ خوبه کیږي. ماشومان خو آن تر پیدا کېدو مخکي د مور په نس کي خوب لیدل شروع کوي. جالبه بیا دا ده، چي څومره د خوب کولو کوټه یخه وي، هغومره به تاسو بد خوبونه یعني د ویري خوبونه ډېر وینی.


د زیاتو خوبونو ليدلو په اړه بیا ساینسپوهان وایي: څومره چي ستاسو د ځیرکتیا کچه (I.Q.) لوړه وي، هغومره ډېر به خوبونه وینی.


په هر صورت، را به سو خپلي اصلي موضوع ته، چي له راپاڅېدو سره مو ولي خوبونه هېريږي؟ د اسټرالیا د موناش پوهنتون د دماغ پېژندني ماهر (Neuroscientist) توماس انډرېلیون وایي: ”موږ د خوب ژر هېرولو تمایل په خپل ځان کي لرو او هغه کسان، چي خپل خوبونه ډېر کم وخت و نورو خلکو ته وایي، خوبونه ئې ژر هېريږي.“  


د خوبونو په یاد کي د نه پاتېدلو اصلي خبره په لند مهاله او اوږد مهاله حافظه یعني په (long-term & short-term memory)  پوري اړه لري. یعني هغه خوبونه، چي لنډ مهاله حافظه کي پاته سي، نو ډېر ژر له یاده وځي، هغه خوبونه په یاد نه پاتیږي، کوم چي زموږ د واقعي ژوند څخه لیري وي یعني زموږ د حقیقي او اصلي ژوند د واقعاتو څخه بېل وي.


بې علاقي خوبونه یعني هغه خوبونه له یاده وځي، چي موږ علاقه او لیوالتیا نه ور سره لرو.


د نشې په حالت کي خوب یعني که څوک نشه وکړي او بیا وېده سي، نو خوبونه ئې په یاد نه پاتیږي.


سپوږمۍ او بې نظمي؛ ځیي پاڼي لیکي چي ځیني کسان د میاشتي په شروع کي لیدلي خوبونه په دماغ کي نه سي ساتلی، خو د میاشتي په منځ کي چي سپوږمۍ بشپړه او ښایسته سي، نو لیدلي خوبونه ئې په یاد کي پاتیږي.


د خوب د نه یادېدلو یوازي دغه پورته لاملونه نه دي، بلکي ډېر لاملونه لري، خو دغه ئې عمده او لوی لاملونه بلل سوي دي.


کوم خوبونه په یاد پاتیږي؟
یوازي هغه خوبونه په دماغ کي پاته کيږي، چي موږ علاقه ورسره لرو- احساساتي او ښایسته یعني څومره چي خوب جالب وي، هغومره ډېر وخت په یاد پاتیږي.


ـــــــــــــــــ
د خوبو اړوند ګټوري لیکني
دلته لوستلای سی

سرته