تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د مشرکانو د طرفه آزارونه (۷۰)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 14, 2020
  0


نبوي سیرت (۷۰ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د مشرکانو د طرفه د آزارو شروع کېدل
د بعثت د څلورم کال په شروع کي مشرکانو د دعوت د چپولو او منعه کولو دپاره دغه ذکر سوي طريقې يوه پسله بلي عملي کولې، پر دې کار څو مياشتي تيري سوې چي فقط دوى د خولې د خبرو څخه کار اخستى، د مسلمانانو په آزارولو او عذاب ورکولو يې شروع نه وه کړې، خو دوى وليدل چي دغه طريقې د اسلامي دعوت په منعه کولو او چپولو کي بې فايدې دي او هيڅ نتيجه نه ورکوي، نو د بل وار دپاره بيا د قريشو سرداران او مشران سره را ټول سوه چي د دې مجلس او شورْى د اعضاوو شمېر پنځه ويشت نفره ؤ او د دې مجلس رئيس ابولهب د رسول اللهﷺ اکا ؤ، پسله ډيره فکره او پسله ډيرو مشورو دې مجلس د رسول اللهﷺ او د ده د اصحابِ کرامو پرضد ډير جازم او قاطع تصاميم ونيول، ويل: هرڅوک به د  اسلام او مسلمانانو سره په مقابله او جنګېدلو کي خپل ټول قدرت او پوره طاقت استعمالوي، د محمّدﷺ په آزارولو کي به هيڅ دريغ او کوتاهي نه کوي او هغه کسان چي و اسلام ته داخل سوي دي يا نوي داخليږي و هغو ته به سخت سخت عذابونه او تکليفونه ورکول کيږي، دغه مادې تصويب سوې او د هغو د عملي کولو د پاره تصميمونه ونيول سوه.


ښه اوس خو د نورو مسلمانانو په متعلق خاصتاً د هغه ضعيفي طبقې سره د دغه مقرراتو عملي کول آسانه کار ؤ، مګر رسول اللهﷺ چي د ډير وقار او دبدبې خاوند دى، خوږ شخصيت يې دى، د دوستانو او دښمنانو  په سترګو کي لوى او محترم دى، د داسي چا سره څوک بيله عزته او احترامه نه سي مخامخ کېدلاى، د داسي چا په مقابل کي بې ادبي او سپکي خبري کول بېله رذيل او بې شرفه خلكو بل څوک نه سي کولاى او پر دې ټولو سر بېره محمّدﷺ د ابوطالب په ساتنه کي دى او ابوطالب د مکې مکرمې د خاصو مشرانو څخه دى، هيڅوک د هغه يوه هګۍ ځان ته حلاله نه سي بللاى او محمّدﷺ د هغه وراره دى، دغه کيفيت قريش په تردُد کي واچول، مګر بيا هم ترکومه وخته د دغه دعوت په مقابل کي چي د دوى ديني زعامت او مشرتوب، دنيوي صدارت او آمريت يې په خطر کي اچولي دي صبر وکړي؟


د رسول اللهﷺ او اصحابِ کرامو آزارول
اوس نو د مشرکانو د طرفه د رسول اللهﷺ آزارونه شروع سوه، چي د دغه آزارونکو مشري د ابولهب پرغاړه وه، ابولهب خو هغه څوک دى چي د رسول اللهﷺ  سره يې د اولي ورځي څخه د مخه تردې چي قريش د هغه د عداوت په باره کي فکر وکړي دښمني شروع کړې وه، د صفا د غونډۍ د نارې په ورځ دئ ؤ چي و رسول اللهﷺ ته يې ناوړه جواب و وايه او خلكو ته يې د بيرته تللو امر وکړی، په ځينو رواياتو کي راغلي دي: کوم وخت چي رسول اللهﷺ د صفا پر غونډۍ د خپل رسالت اعلان وکړی ابولهب يوه ډبره واخستل غوښتل يې چي په هغه سره رسول اللهﷺ و وُلي.


او د بني هاشم په مجلس کي ابولهب ؤ چي رسول اللهﷺ يې د اسلام د دعوت او بيانولو څخه منعه کړی، دغه ابولهب تر بعثت د مخه د خپلو دوو زامنو دپاره چي عُتبه او عُتيبه نومېدل د رسول اللهﷺ دوې لوڼي رُقَيّه او ام کُلثوم په نکاح کړي وې، کله چي رسول اللهﷺ په رسالت سره مبعوث کړه سو ابولهب خپل زامن  د رسول اللهﷺ د لوڼو په طلاقولو سره جبراً او قهراً امر کړل، ترڅو چي هغو هم تر واده کولو د مخه طلاقي کړې او کوم وخت چي د رسول اللهﷺ دوهم زوى عبدالله وفات سو، ابولهب په ځغستا و خپلو نورو ملګرو ته ورغلى او دا زېرى يې پرکاوه  چي محمّدﷺ ابتر يعني: (بې زويه) سو او دا مو مخ کي درته و ويل: د حج په موسم کي چي به رسول اللهﷺ نوري قبيلې و اسلام ته دعوتولې ابولهب به تر شا په پسې ؤ او خلكو ته به يې ويل: د ده خبري مه منى دا د دينه اوښتى او درواغجن دى (العياذ بالله) په يوه روايت کي راغلي دي چي يواځي پر دغو خبرو يې کفايت نه کاوه بلکه رسول اللهﷺ به يې په ډبرو هم ويشتى ترڅو چي د رسول اللهﷺ تر پښو به ويني بهېدلې.
د ابولهب ښځه چي ام جميل ورته ويل کېده او نوم يې اروْى بنت حرب بن اميه ؤ او د ابوسفيان خور وه د رسول اللهﷺ په دښمني کي تر خپل ميړه ابولهب کمه او پاته نه وه، د شپې به يې زوزان را وړل او د رسول اللهﷺ په لار او د کور په دروازه کي به يې د دې دپاره ورته ايښوول چي د دهﷺ په مبارکو پښو ننوزي.


د ابولهب ښځه يوه بد خولې او د اوږدې ژبي خاونده وه، پر رسول اللهﷺ به يې تهمتونه او بې ځايه خبري کولې، د فتنې اور ته به يې پکه وهل، د رسول  اللهﷺ پرضد چي هرڅه پرخوله ورتله هغه به يې ويل، نو ځکه قرآن مجيد دا د حمالةُ الحطب په نامه سره ياده کړې ده.  


کوم وخت چي دې واورېدل چي د دې او د دې د مېړه په باره کي قرآن نازل سوى دى چي هغه د تبت يدا سورة دى نو و رسول اللهﷺ ته ورغله چي هغه د کعبې شريفي سره ناست ؤ او ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه هم ور سره ؤ، د دې په لاس کي يو مټ شګي هم ور سره وې غواړي چي په دغه شګو رسول اللهﷺ و وُلي، کوم وخت چي دا ورته و درېدل الله جل جلاله د دې پر سترګو د رسول اللهﷺ ليدل منعه کړه، نو دې و ويل: يا ابا بکر! ملګرى دي  چيري دى؟ زه خبره سوې يم چي ده پر موږ بد ويلي دي، په والله که  مي وليدى په دغو شګو به يې پرخوله و وُلم او والله زه شاعره يم او بيا يې و ويل: (مُذمّمًا عَصينا * وَاَمرُهُ اَبَينا * وَدِينُهُ قَلَينا *) يعني: موږ د مذمم نا فرماني کړې ده او د ده امر نه قبلوو او د ده د دين سره مو مقاطعه کړې ده، د محمّد پر ځاى يې مذمم و وايه او بيا رهي سوه، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه د رسول اللهﷺ څخه پوښتنه وکړه ويل: يا رسولَ الله! آيا ته يې نه ليدلې؟ رسول اللهﷺ و فرمايل: هو زه يې نه ليدلم، الله  عزوجل دا پر ما ړنده کړه.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

سرته