تازه سرليکونه
د (افغانستان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د وطن مینه او که وطن پرستي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 24, 2019
  0

لیکوال: علي الله متوکل الرحمن


د وطن مینه (حب الوطن) او وطن پرستي (نشنلیزم) خورا ډېر توپیر لري. د هیواد مینه د انسان په خټه اخښل سوې مینه ده. فطرتاً انسان له خپل وطن سره مینه لري؛ اوبه، هوا، غرونه، دښتي، انسانان او د وطن هر څه ښکلي ورته ښکاري. وطن پرستي بیا د خپل وطن لوړ ګڼلو او د نورو هغې سپک ګڼلو ته ویل کېږي (او د نورو هیوادو د پښو کښلو، دسیسې جوړولو او د هغو د استحکام نړولو تر حده رسیږي چي په مقابل کي بیا هغوی هم ورته اقدام کوي). 

 

د وطن مینه اسلام موږ ته ښودلي د وطن مینه خلک په نېکیو او تقوا کي مرستي کولو ته رابولي، الله جل شانه فرمایي: 
وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ ۖ وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ (المائدة:۲)
او تاسي پر نېکیو او تقوا یو له بل سره مرسته وکړئ او پر ګناه او ظلم یو له بل سره مرسته مه کوئ. 


او د نشنلیزم معیار عقیده نه ده، بلکي وطن، قوم او ژبه ده. مثلاً د خپل هیواد کافر ئې د بل هیواد تر مسلمان خوښ وي. 


له حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی چي رسول صلی الله علی وسلم له مکې څخه د وتلو پر مهال په حزوره نومي ځای کي ودرېدی او ویې فرمایل: ته څونه ښه او ښکلى ښار يې او پر ما څونه ګران يې. كه زما قوم زه له تا څخه نه واى ايستلى زه به بې له تا په بل ځاى کي نه واى اوسېدلى. (سنن ترمذي، کتاب المناقب، باب في فضل مکة، ۳۹۲۶)


د خپل وطن میني ته وګورئ، د الله تعالی محبوب رسول علیه السلام له مکي څخه وتلو ته مجبوره کړل سوی دئ، خو خپل د ماشومتوب او ځوانۍ د ټاټوبي مینه ئې ځوروي. 


بلي واقعې ته راځو: اصیل الهذلي رضی الله عنه له مکي څخه و مدیني ته راغلی ؤ، کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم له ده څخه د مکې مکرمې په هکله خبري واورېدې، نو د مکې یاد ئې زړه غمجن کړی او ويې ویل: ”ای اصیله دا خبري نور بس کړه، مه مو غمجن کوه.“ (غریب الحدیث للخطابي/اسد الغابة)


نشنلیزم و بشر ته هیڅ ګټه نه لري؛ نه وطن پرستي د مسلمانانو ستونزي حل کولای سي او نه قوم او ژبپالنه هیواد جوړولای سي. د مسلمانانو د طلایې دورې (عثماني خلافت) ريښي عربي نشنلیزم وکښلې چي تر نن ورځي پوري د مسلمانانو نظامونه د کفري نړۍ تحت اثر دي. 

 

نشنلیزم (قوم پرستي) امت ټوټه ټوټه، قوم قوم ، ژبه ژبه او سیمه سیمه کړی دئ. مسلمانان ئې په لوی سر کي پر وطنونو، تر هغه کښته پر ژبو، قومونو، کلیو او آن پر کورنیو ووېشل. نو ځکه اوس هر څوک له خپله سره اور وژني او د نورو په کیسه کي نه دي او همداسي د یو بل لپاره دسیسې جوړوي. لنډه دا چي د وطن سره مینه زموږ په رګ رګ کي سته خو پاته سو نیشنلیزم (کوم چي د یو بل چپه کولو لپاره جوړ سوی دی)، هغه د وطن د میني په نامه د وطن بنیاد او اساس تباه کول دي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته